google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
سولې ته د رسیدو لپاره دې لنډمهاله حکومت جوړ شي جمعیت ګوند
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د سولې هوکړې لپاره د لنډ مهال حکومت د جوړېدو وړاندیزکړی دی.
د افغانستان جمیت اسلامي ګوند مرستیال پر افغانستان د پخواني شوروي د برغل د یوڅلوېښتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ویلي؛ سولې ته د رسېدو لپاره دې لنډ مهاله اداره جوړه شي او د راتلونکي نظام په اړه باید لویه جرګه پرېکړه وکړي. احمد ضیا مسعود زیاته کړې: راځۍ، چې د سولې خبرو پر میکانیزم خبرې وکړو. لومړی باید مونږ اوربند وکړو او بیا لنډمهاله حکومت جوړ کړو. که څه هم د افغانستان حکومت دغه وړاندیز رد کړی؛ خو د جمعیت ګوند په دې باور دی، چې حکومت نشي کولی اوسنی وضعیت کنټرول کړي. تمه ده، چې د افغانستان ترمنځ خبرې د جنورۍ پء پنځمه بیا پیل شي او د خبرو لپاره به په ګډه اجنډا تمرکز وکړي. د جمهوي نظام او تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب هغه مسایل دي، چې تل افغان دولت د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې سرې کرښې یادې کړې دي. د مشرانو جرګې غړي محمد اکبري ویلي؛ په افغانستان کې د ثبات لپاره هره هڅه باید د اساسي قانون پر بنسټ رامنځته شي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له دې محکې خبرداری ورکړی و، چې د حکومت او ټولو کورنیو لوریو په نه شتون کې به د سولې خبرې پایله ورنکړي. د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي پر ۶ شوروي اتحاد د شوروي - افغانستان د دوستۍ د تړون پر پلمه پر افغانستان برید وکړ. شورویانو د همدې ورځې پر سهار کابل ته په پراخه کچه پوځي الوتنې ترسره کړې، چې په کې د اټکل له ۲۸۰ ترانسپورتي الوتکې او د شاوخوا ۸۵۰۰ سرتېري په درې برخو کې راورسېدل. د څو ورځو په بهیر کې شورویانو د کابل امنیت ټینګ کړ او د ارګ پر وړاندې یې حفیظ الله امین ته د وفادار افغان اردو مقاومت یې له مخې لرې کړ. د ۱۹۷۹ کال دسمبر پر ۲۷ ببرک کارمل د پرچم ګوند په مشرۍ د خلکو ډیموکراتیک ګوند ځای ناستی او د افغانستان د نوي مشر په توګه وټاکل شو. په دې توګه د شوروي ځمکني ځواکونه له شمال څخه افغانستان ته ننوتل. په هره توګه کله، چې شوروي ځواکونه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شول؛ نو د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شول. د افغانستان د خلکو جهاد هغه مهال زور واخیست، چې شورویانو او د دوي حکومت د خلکو د عنعنوي ژوند او اسلام پر ضد جګړه ونښلوله. جنګیالیو هر هغه وسلې وکارولې، چې دوی له روسانو څخه اخیستې وي یا د متحده ایالاتو لخوا ورکړ شوې وې؛ په ۱۹۸۷ کې د امریکا ستینګر توغندیو حالات بدل کړل او مجاهدینو په منظم ډول د شوروي الوتکې او چورلکې ویشتل پیل کړل وي. دا مهال میخایل ګورباچوف په واک کې و او پرېکړه یې وکړه، چې اوس د وتلو او وخت دی او له کوم بري پرته په ۱۹۸۸ یې وتل پیل کړل او وروستي سرتېري یې په فبرورۍ کې ووتل.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





