google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ولسمشر غني د ډاکتر عبدالله سره لیدلي دي
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي. د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله لیدنه نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه ارګ کې شوې ده. خبرپاڼه وايي، په دغه ناسته کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ګډون درلود او ښاغلي عبدالله د ملي روغې جوړې عالي شورا د دوهمې ناستې په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل. سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې له طالبانو سره د مذاکراتو د بل پړاو د وخت او ځای په اړه هم بحثونه تبادله او نظریاست سره شریک کړل. ښاغلي غني ویلي، چې افغان حکومت سولې د ملاتړ له ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو ورستي پړاونه په ښه توګه مخ ته یوسي. بل خوا سپېدار ماڼۍ ویلي، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله نن له غرمې وروسته کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي. دغه کتنه چې په سپېدار ماڼۍ کې شوې، دواړو لورو د سولې د هڅو، د ملي روغې جوړې عالي شورا د وروستیو ناستو، د مذاکراتو د دوهم پړاو د پیل او دغه راز د تاوتریخوالي په پرېکولو خبرې اترې کړې دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





