google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
فیفا د 2026 نړیوال جام لپاره تر ټولو لوړه جایزه ټاکلې
انصارپرس: (د لیندۍ 27 مه)، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د 2026 کال د فوټبال نړیوال جام لپاره د جایزو یا انعامونو لپاره په تاریخ کې تر ټولو ډېرې پیسې اعلان کړي دي.
د فیفا د اعلامیې له مخې، د 2026 نړیوال جام په سیالیو کې به په ټوله کې 655 میلیونه ډالر د انعام په توګه ووېشل شي. دا په داسې حال کې ده چې د 2022 کال د فوټبال نړیوال جام لپاره ټولټال 440 میلیون ډالره د انعام یا جایزې لپاره ځانګړې شوي وو. د اعلامیې له مخې، د 2026 نړیوال جام اتله (فاتحه) لوبډله به 50 میلیون ډالر ترلاسه کړي، حال دا چې د تېر نړیوال جام اتلې لوبډلې ته 42 میلیون ډالر ورکړل شوي وو. همداراز، د نړیوال جام دوهم مقام ترلاسه کوونکې لوبډله به 33 میلیونه ډالر، درېیم مقام به 29 میلیون ډالر او څلورم مقام به 27 میلیون ډالر د جایزې په ډول ترلاسه کړي. د فیفا د معلوماتو له مخې، له پنځم تر اتم مقام پورې لوبډلو ته به هرې یوې ته 19 میلیون ډالر ورکړل شي، او له نهم تر شپاړسم مقام پورې لوبډلو ته به 15 میلیون ډالر ورکړل شي. همدارنګه، له اوولسم تر دوهدېرشم مقام پورې هرې لوبډلې ته به 11 میلیون ډالر او له درې دېرشم تر اتهڅلوېښتم مقام پورې هرې لوبډلې ته به 9 میلیون ډالر جایزه ورکړل شي. فیفا دا هم ویلي چې د نړیوال جام سیالیو ته د غوره (کوالیفای) کېدونکې هرې لوبډلې لپاره به د چمتووالي په موخه 15 لکه (1.5 میلیونه) ډالر اضافي مرسته هم برابره کړي. د یادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوال جام 2026 سیالۍ به راتلونکی کال په امریکا، کاناډا او مکسیکو کې ترسره شي، چې پکې به 48 لوبډلې ګډون ولري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





