google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
افغانستان کرکت لوبدله له هند سره په نیمه پایلوبه کې سيالي کوي
انصارپرس: د 19 کلونو کرکت نړيوال جام کې نن چهارشنبې (4 فبروري) افغانستان له هند سره په نيمه پایلوبه کې سيالي کوي.
دغه لوبه چې د زېمبابوې په هرارې کې ترسره کېږي، ټاکل شوې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر 12 بجو پيل شي. د افغانستان د 19 کلنو لوبډلمشر محبوب خان وايي د هند پر وړاندې سيالۍ ته یې پوره چمتووالی نيولی، د توپوهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې یې تمرينونه کړي او اماده دي. نوموړي له هند سره د سيالۍ په اړه بي بي سي ته ويلي، د فشار احساس نه کوي او کوښښ به وکړي چې په ارام ذهن د خپل پلان مطابق مخکې ولاړ شي. هند چې په نړيوال جام کې يوه له تر ټولو پياوړو لوبډلو وه په دې سياليو کې یې کومه لوبه نه ده بايللې او د تر ټولو ډېرو نومرو په لرلو سره په لومړي او دويم پړاو کې د خپل ګروپ په سر کې وه. بل پلو افغانستان بيا يوازې يوه لوبه شري لنکا ته وبايلله او د جنوبي افریقا او وېسټ انډيز په ګډون یې په لوي توپير څلورو لوبډلو ته ماته ورکړه. که دواړو لوبډلو ته وکتل شي هند ښايي د امکاناتو او تجربې له کبله پياوړې لوبډله وي خو افغان لوبغاړي هم په ټولو برخو کې ښه ځېدلي دي. د هرارې لوبغالي ويشتنځای عموما د ورځې په لومړيو ساعتونو کې د لږ لندبل له کبله تېزو توپ اچوونکو ته برابر وي خو د ورځې په اوږدو کې د توپ وهونکو لپاره ښه کېږی او په منځنیو اورونو کې سپېنرانو سره هم مرسته کوي. هند او افغانستان مخکې د نولس کلنو په کرکټ کې 12 ځله یو د بل پر وړاندې لوبېدلي دي. هند 10 او افغانستان دوې لوبې ګټلې دي. خو افغانستان په وروستیو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی او اوس د یوه پياوړي سیال په توګه پېژندل کېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





