انصارپرس: له 19 کلنو د کم عمره لوبغاړو د کرکټ د نړیوال جام په لوبو کې افغان لوبډلې د آیرلنډ لوبډلې ته د 191 منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیم پایلوبې ته ووته.

په پرونۍ لوبه کې چې د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره شوه، افغانستان په 50 اوورونو کې د 7 لوبغاړو په زیان سره 315 منډې وکړې.
فیصل شینوزاده په 142 بالونو د 163 منډو په جوړولو سره د افغان لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه، خو سیالې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په 41 اوورونو کې له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې یوازې 124 منډې یې جوړې کړې وې.
د انګلنډ لوبډله هم د نوي زیلانډ له ماتولو وروسته د نولس کلنو د نړیوال جام نیم پایلوبې ته ووته. د یکشنبې په ورځ د هند او پاکستان له سیالۍ وروسته به مالومه شي چې په دوی کې کوم یو نیم پایلوبې ته وتلای شي.
د نورو مخکښو لوبډلو د لوبو مهالوېش به وروسته اعلان شي.