google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
انصار: (د قوس ۲۶مه) ، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو نن دوشنبه د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره نوملړ په ډاګه کړ. په عمومي نوملړ کې ۱۸ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی، چې درې احتیاطي لوبغاړي هم په کې موجود دي. دکرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل وایي، یادو لوبغاړو ته د هېواد دننه ننګرهار ولایت کې تمریناتي کمپونه تنظیم شوي وو او دغه راز هغه لوبغاړي چې د کورني کرکټ په فرسټ کلاس سیالیو کې ځلېدلي؛ په یاد نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي. په یاد نوملړ کې حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه د مرستیال لوبډلمشر، دغه راز افسر ځاځی او اکرام علي خېل د ویکټ ساتونکو په توګه ځای لري؛ عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ د نوملړ برخه دي. دغه راز ناصر جمال، ضیاء الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزي ته هم په یاد نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی. افغان ملي لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې اګست میاشتې له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کړي، دوهمه لوبه به د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





