google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه                
نور   افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
               
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
2024/11/07-04:11

انصار: (د لړم ۱۷ مه)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش څخه د درو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ مسابقه په لوی توپیر یعني ۹۲ منډو وګټله.

د دې سیالۍ، چې په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه، پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه خو افغان توب وهونکي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل. کیپتان حشمت الله شهیدي لوبه ورو کړه تر دې چې محمد نبي ورسره ملګری شو. نبي په ۷۹ توپونو ۸۴ منډې وکړې. کیپتان حشمت الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ منډې وکړې.

د افغانستان د توپ وهنې په وروستیو کې ننګیالي خروټي هم ښه لوبه وکړه، ده په ۲۸ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. ننګیالی په توپ اچونه کې هم د کمو منډو د ورکولو له پلوه ښه لباولینګ وکړ.

خو د افغانستان لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه غضنفر وکړه. ده په ۶ اورونو او ۳ توپونو د بنګله دېش ۶ لوبغاړي وسوځول.

راشد خان ۲، عظمت الله عمرزي او محمد نبي هر یوه، یو - یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګله دېش لپاره بیا تسکین احمد او مستحفیظ الرحمان هر یوه ۴ - ۴ افغان لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او بنګله دېش د لومړۍ یو ورځینۍ سیالۍ غوره لوبغاړی غضنفر او اغېزمن لوبغاړی بیا محمدنبي ونومول شو.

د افغانستان د لوبډلې پیلګر لوبغاړي ژر - ژر وسوځېدل خو د بنګله دېش پیلګر لوبغاړي ښه ولوبېدل. له همدې کبله تر ډېره وخته ګومان کېده چې د بنګله دېش لوبډله برلاسې ده او دا سیالي ګټي.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوې نورې یو ورځینۍ مسابقې هم وکړي.

د افغانستان منډې

ګوربز  په ۷ ټوپونو ۵ منډې

صدیق الله اتل په ۳۰ توپونو ۲۱ منډې

رحمت شاه په ۱۳ توپونو ۲

حشمت الله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲

عظمت الله عمرزي په ۳ توپونو هیڅ

ګلبدین نایب په ۳۲ توپونو ۲۲

محمد نبي په ۷۹ توپونو ۸۴

راشدخان په ۱۱ توپونو ۱۰

ننګیالي خروټي په ۲۸ توپونو ۲۸ - ناسوځېدلې

غضنفر په ۱ توپ هیڅ

فاروقي په ۲ توپونو هیڅ

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
کریکت
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
کریکت
شهیدي: تمریني کمپونو کې د ټیم په نیمګړتیاوو کار کیږي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د سوریې ټیم سره لوبه کوي

سریلانکا
سریلانکا افغانستان سره د کریکت لوبلړۍ لغوه کړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
هند
هند د کرکټ د شل اوریز جام پای لوبې ته ووت
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
نیوزیلند
نیوزیلنډ له سویلي افریقا څخه نیمه‌پایلوبه په ستر توپیر وګټله
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
نریوال جام
نن په د کرکټ نړیوال جام کی سریلانکا له نیوزیلنډ سره لوبه لري
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
سریلانکا
د کریکټ ملي ټیم د مارچ په میاشت سیریلانکا سره لوبې کوي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
هند
د کرکټ نړیوال جام کې نن درې لوبې کیږي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
کرکت
افغان ملي ټیم نړیوال جام کې سبا جنوبي افریقا سره مخامخ کېږي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان
د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوال جام لوبې په هند او سریلانکا کې پیلېږي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
هند
افغانستان کرکت لوبدله له هند سره په نیمه پایلوبه کې سيالي کوي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
فوتسال
افغان زمریان د ټورنمنټ غوره لوبډله وټاکل شوه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
آیرلند
د افغانستان کرکت د 19 کلنو لوبډله د نړیوال جام نیم پایلوبې ته ووته
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
نړیوال جام
سکاټلنډ په شل اووریز نړیوال جام کې د بنګله دیش په ځای لوبیږي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان
افغان کرکت لوبډله په نړیوال جام کې نن له تانزانیا سره مخامخیږي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان
افغانستان نن د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبېږي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
شهیدي: تمریني کمپونو کې د ټیم په نیمګړتیاوو کار کیږي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د سوریې ټیم سره لوبه کوي
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
افغانستان په 92 منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press