google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي                
نور   سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
               
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
2024/06/26-04:10

انصار: (دچنګاښ۶مه)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پنجشنبه سهار وختي د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له جنوبي افریقا سره مخ کېږي.

افغانستان او جنوبي افریقا تر دې مخکې دوه وار په شل اووریزو لوبو کې سره مخ شوي چې دواړه یې افریقا ګټلي دي.

یو وار د ۲۰۱۰م کال په نړیوال جام او بل وار د ۲۰۱۶م کال په نړیوال جام کې.

خو اوس وخت او کیسه بدله ده.

د افغانستان ټیم د اسټرالیا په څېر د نړۍ داسې ټیمونه مات کړي چې ځان یې د نړیوال جام حقدار باله.

د افغانستان ټيم په ګروپي دور کې د درېیو ټیمونو پاپوا نیوګیني، یوګاندا او نیوزیلینډ او په اتو غوره پړاو کې د اسټرالیا او بنګله دېش ټیمونه مات کړل څو نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

د افغان لوبډلې کپټان راشدخان د بنګله دېش تر ماتولو وروسته په یوه کنفرانس کې وویل، دا د افغانستان حق وو چې نیمه پایلوبو کې شامل شي.

خان ویلي: په دې ټورنمنټ کې تر دې دمه چې څنګه لوبې موږ کړي زه فکر کوم موږ یې مستحق یو چې په سیمي فاینل کې ووسو. داسې چې هر یو خپل مسوولیت اخیست او د ټیم لپاره یې تر ټولو ښه لوبه کوله. زه نه پوهېږم چې خوشالۍ مې څنګه اظهار کړم، خو دا زموږ لپاره د یوه ټيم او یوه ملت په توګه واقعاً لویه لاسته راوړنه ده. زه نیمه پایلوبې ته سترګې په لار یم.

راشدخان بیا ومنله چې د بنګله دېش په وړاندې لوبه کې څه اندازه منډې کمې وشوې، خو ډاډ یې ورکړ چې لوبغاړي د لوبې شرایطو ته په کتو خپله پوره خواري کوي چې د ټیم په ګټه کار وکړي.

د افغانستان لوبه پنجشنبه د جون اوه ویشتمه د کابل په وخت د سهار په پنځو بجو پیلېږي.

افغانستان به له جنوبي افریقا سره د ترینداد په تروبا لوبغالي کې مخ شي هغه سټډيوم چې په ګروپي دور کې افغان لوبډلې پاپوا نیو ګیني ټیم ته په کې ماته ورکړې وه.

د جنوبي افریقا ټيم که څه هم د نړۍ له خورا تکړه ټیمونو حسابېږي او د شل اووریز فارمټ ځینې لوبغاړي یې لکه ډېوېډ میلر، کوینټن ډیکاک، ایډن مارکرم، کیګوسو ربادا نړیوال شهرت لري، خو بیا هم د افغانستان د ټيم په وړاندې له لویې ازموینې سره مخ دی.

د جنوبي افریقا ټيم په سږني نړیوال جام کې ځینې داسې لوبې وګټلې چې تفاوت یې ډېر کم و.

یادې لوبډلې نیپال ته د ۱۱۵ منډو ټيټ هدف ورکړی او یواځې په یوه منډه یې لوبه وګټله.

د امریکا او انګلستان په وړاندې هم د افریقا د ټيم لوبې حساسې وې.

خو د جنوبي افریقا د ټیم کپټان ایډين مارکرم ویلي، ټيم یې نیمه پایلوبې ته چمتو دی او هر لوبغاړی به تر خپلې وسې د ښې او تېرو لوبو څخه متفاوته لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف بیا وایي، په ټیم یې باوري دی چې کولای شي فاینل ته لار پیدا کړي.

د اشرف خبرې کرکټ بورډ فېسبوک باندې خپرې کړي دي.

اشرف وویل: لوبغاړو ډېر زحمت وایست، افغانستان ته یې ویاړ راووړ. په خپلو مټو یې قوي لوبډلې ووهلې او بلاخره تر سیمي فاینل ته ورسېدل. لکه څنګه چې دوی لوبه وکړه او څنګه چې د دوی عظم او اراده ده په هغه جذبې سره چې لوبه وکړي انشاالله فاینل ته هم وتلی شو.

افغانستان د کرکټ ملي ټيم لومړی وار په ۲۰۱۰م کال کې د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې شامل شو او اوس په ۱۴ کلونو کې د شل اووریز فارمټ له غښتلیو ټیمونو شمېرل کېږي.

سیمي فاینل ته په وتلو د نړۍ له ګوټ ګوټه افغانانو او د کرکټ مینه والو د افغانستان ټیم ته مبارکي ویلې او د لوبغاړو وړتیاوې یې ستایلي دي.

په تر ټولو جالبه بیان کې د ګایانا ولسمشر ډاکتر عرفان علي چې د نړیوال جام ځینې لوبې هلته هم وشوې په خپله فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې موږ باید نړیوال جام دغو لوبغاړو ته ورکړو.

عرفان مخکې هم څو واره د افغان ټيم د ستایلو لپاره له هغوی سره لیدلي دي.

د نړۍ د کرکټ پېژندل شوي پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر هم ویلي چې نیمه پایلوبو ته د افغان ټيم د وتلو سفر چې په کې د نیوزیلینډ او اسټرالیا په څېر ټيمونو ماتول شامل وو فوق العاده وو.

هغه ویلي، بریا مو د سخت کار او قاطعیت نتیجه ده او د ویاړ ځای دی.

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
کریکت
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
کریکت
شهیدي: تمریني کمپونو کې د ټیم په نیمګړتیاوو کار کیږي

افغانستان
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د سوریې ټیم سره لوبه کوي

سریلانکا
سریلانکا افغانستان سره د کریکت لوبلړۍ لغوه کړه
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
هند
هند د کرکټ د شل اوریز جام پای لوبې ته ووت
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
نیوزیلند
نیوزیلنډ له سویلي افریقا څخه نیمه‌پایلوبه په ستر توپیر وګټله
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
نریوال جام
نن په د کرکټ نړیوال جام کی سریلانکا له نیوزیلنډ سره لوبه لري
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سریلانکا
د کریکټ ملي ټیم د مارچ په میاشت سیریلانکا سره لوبې کوي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
هند
د کرکټ نړیوال جام کې نن درې لوبې کیږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
کرکت
افغان ملي ټیم نړیوال جام کې سبا جنوبي افریقا سره مخامخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
افغانستان
د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوال جام لوبې په هند او سریلانکا کې پیلېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
هند
افغانستان کرکت لوبدله له هند سره په نیمه پایلوبه کې سيالي کوي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
فوتسال
افغان زمریان د ټورنمنټ غوره لوبډله وټاکل شوه
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
آیرلند
د افغانستان کرکت د 19 کلنو لوبډله د نړیوال جام نیم پایلوبې ته ووته
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
نړیوال جام
سکاټلنډ په شل اووریز نړیوال جام کې د بنګله دیش په ځای لوبیږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
افغانستان
افغان کرکت لوبډله په نړیوال جام کې نن له تانزانیا سره مخامخیږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
افغانستان
افغانستان نن د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
شهیدي: تمریني کمپونو کې د ټیم په نیمګړتیاوو کار کیږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د سوریې ټیم سره لوبه کوي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افریقا سره مخ کېږي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press