google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
افغان کرکټ لوبډله نن نړیوال جام کې هالنډ سره لوبیږي
انصار،:( د لړم ۱۲ مه) د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له هالنډ سره لوبه کوي. دغه لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر یوه بجه پیلېږي. د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکی جاناټان ټروټ وایي، ټیم یې د هالنډ په وړاندې لوبې ته ښه تیاری نیولی او هیله یې څرګنده کړه چې ښه پایله به ترلاسه کړي. هغه پرون پنجشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که غواړو نیمه پایلوبې ته لار ومومو باید ښه کرکټ وکړو او د دې به ښه چانس ولرو چې دغه هدف ترلاسه کړو. افغانستان تراوسه په دې جام کې شپږلوبې کړي چې درې یې بایللي او درې یې ګټلي دي. افغانستان له پاکستان، انګلستان او سریلانکا لوبې ګټلي خو پر هند، بنګله دېش او نیوزیلنډ یې بایللي. پرون پنجشنبې کوربه هیواد له سریلانکا په ډیرتوپیرلوبه وګټله. هند د سریلانکا لپاره د ۳۵۸ منډو هدف ټاکلی و خو سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په شلم اورکې یوازې ۵۵ منډې وکړې. د کرکټ د سږکال د نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر میاشتې پر پنځمه په هند کې پیل شوي او د نومبر پر نولسمه ختمېږي. افغانستان تر دې مخکې د یاد شوي نړیوال جام پر مهال انګلستان او پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړې وې، چې له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





