google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
محمدخالد هوتک په اسیايي سیالیو کې پرون خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه
انصار (دوشنبه، د میزان 3 مه) د چین په اسیايي سیالیو کې، چې د شنبې په ورځ / سپټمبر۲۳ رسماً پیل شوې، د افغانستان تر سلو ډېر لوبغاړي برخه لري. د راپورونو له مخې، د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې د افغانستان په لوبغاړو کې ۱۷ بهرمېشتې ښځې هم شاملې دي. افغان لوبغاړي، چې د ډیرو پام یې ځان ته اړولی، په ۱۷ څانګو کې لوبېږي. ټاکل شوې وه چې اسیايي لوبې د ۲۰۲۲ د سپټمبر له ۱۰ تر ۲۵ پورې ترسره شي خو د کرونا وبا د خپرېدو له کبله وځندېدې. په دې سیالیو کې، چې د اکتوبر تر ۸ پورې دوام کوي، د ۴۵ اسیايي هیوادونو ټولټال ۱۲ زره ۵۰۰ لوبغاړي په ۶۰ بیلابیلو سپورتي څانګو کې ګډون لري. د افغانستان په سپورتي ډله کې ۱۲۸ لوبغاړي شامل دي. افغانستان د چین په اسیايي سیالیو کې د والیبال، کرکټ، تکواندو، جودو، ووشو، بوکسینګ، بایسکل ځغاستي، کراتې، وزن پورته کولو، لامبو، رکبي او نورو څانګو کې لوبغاړي استولي دي. د افغانستان په وتلیو لوبغاړو کې یو هم خالد هوتک دی چې د اندونیزیا د جاکاراتا د ۲۰۱۸ کال په اسیايي سیالیو کې یې میډال ګټلی و. همداراز محسن رضايي دی چې د اکواندو لوبډلې کیپتاني هم په غاړه لري. د ووشو سپورتي څانګې لوبغاړي محمدخالد هوتک په اسیايي سیالیو کې پرون خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه. هوتک د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې په ۷۰ کیلو ګرامه وزن سیالۍ کې دې بري منځلوبې یا کوارټرفاینل ته ورساوه.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





