انصار: (د غویی 10مه)، د اوکرايين پوځ مشر ويلي د روسيې د څو بريدونو په پايله کې د جګړې به لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی دی.
اوليکساندر سيرسکي ويلي، اوکراييني ځواکونه د ختيځ دونيڅک له سیمې وتلي دي.
روسيه هڅه کوي وړاندې له دې چې اوکرايين امريکایی وسلې ترلاسه کړي له خپل بشري ځواک او توغنديو پوره ګټه پورته کړي.
امريکا تېره اوونۍ له اوکرايين سره د ۶۱ ميليارده ډالرو پوځي مرستې ژمنه وکړه. خو لاتراوسه د امریکا نوې وسلې لومړۍ کرښې ته چېرته چې له مياشتو راهيسې د وسلو، سرتېرو او هوايي دفاع کمښت موجد دی نه دي رسېدلې دي.
جنرال سيرسکي د يکشنبې په ورځ پر ټېلګرام يوه پيغام کې وويل، په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی دی.
نوموړي تائيده کړه چې اوکراييني ځواکونه د دونيڅک په يوه سيمه کې له خپلو ځينو پوستو چې د اوديوکا له لاسه ورکولو وروسته جوړې شوې په شا شوي دي.
تر ډېره جګړه د اوکرايين تر ولکې لاندې چسيوف يار سيمه کې روانه ده. روسيه هڅه کوي چې د اوديوکا له نيولو وروسته دغه ځای هم لاندې کړي.
په ځينو سيمو کې نوې دفاعي ليکې نورې هم د لوېديځ خوا ته لېږدول شوې دي، په داسې حال کې چې جنرال سيرسکي روسيې ته د ځينو سيمو له لاسه ورکول هم ومنل.
نوموړي وويل، مسکو "په ځينو سيمو کې تاکتيکي برياوې ترلاسه کړې دي."
د روسيې د دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ وويل چې د دوی سرتېرو د اوديوکا په لس کيلومترۍ کې د نووباخموتيوکا کلی نيولی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31328