زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-29  |  2024-05-08  |  تازه شوی په: 2024/05/08 - 08:36:2 FA | AR | PS | EN
د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه             جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې             روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې             تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي             په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي             د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی             د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه            افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي             هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه            

تاريخ النشر: 2024/03/27 - 02:00:5
زيارة: 148
مشاركة مع الـأصدقاء

په بلخ کې ۲۰۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
 په بلخ کې ۲۰۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

انصار: ( دوری 8مه)، د بلخ ولایت ځایي امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې په تېرو دوو میاشتو کې د کوکنارو له کښت څخه د ۲۰۰ جریبه ځمکې د پاکولو خبر ورکوي.

له دغې پدیدې سره د مبارزې پردوام، د یاد ولایت مسوولینو د خپلو پرله پسې کمپاینونو په لړ کې د بلخ ولایت په چهاربولک، چمتال، بلخ، شولګره او یو شمېر نورو ولسوالیو کې په زیاته اندازه ځمکه د کوکنارو له کرکېلې څخه پاکه کړې ده.

د بلخ ولایت امنیه قومندان ملا عبدالرازق راشد وایي، کوکنار یو مضر او زهري بوتی دی او د حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې، وروسته له دې هېڅوک حق نه لري چې دغه بوټی وکري.

بلخوا بزګران د کوکنارو له اړولو هرکلی کوي؛ خو وایي، چې لاهم د بدیل کښت د رامنځته کېدو لپاره ورته هېڅ کار نه دی شوی.

د بلخ ولایت دوه تنه کروندګر سلام بای او شاه ولي وایي، چې حکومت دې د کرنې په برخه کې د وسایلو، کیمیاوې سرې، اصلاح شويو بذري تخمونو او د اړتیا وړ نور توکي ورسره مرسته وکړي.

ورته مهال د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو توکو د ترویج مدیر محمد حسین عظیمي وایي، چې تېر کال یې پر ۳۷ زره بزګرانو باندې اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او نور وسایل وېشلي او د روان کال تر پایه به له دوی سره نورې مرستې هم وشي.

که څه هم د حکومت مبارزه په یاده برخه کې د لاسته راوړنو ډکه بلل کېږي؛ خو ټینګار دا دی، چې مسوولین دې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو د کښت پربدیل کار وکړي، ترڅو د یادو بوټو له بیا کرل کېدو او د ځوانانو پر نشه کېدو ترې مخنیوی وشي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30784






*
*

*



قرأ

جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې


په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي


په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی


روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي


یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي


کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې


د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»


لاهم ناوخته نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي


افغانستان له سخت غذايي بحران سره مخ دی


ننګرهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی


کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو


په نوي ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستو غوښتنه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان