زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-01  |  2024-05-09  |  تازه شوی په: 2024/05/09 - 07:49:5 FA | AR | PS | EN
روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي             د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه             جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې             روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې             تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي             په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي             د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی             د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه            افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي             هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي            

تاريخ النشر: 2024/03/23 - 04:59:5
زيارة: 163
مشاركة مع الـأصدقاء

د روسیی په تروریستی پېښه کې نژدې ۶۰ کسان وژل شوي، له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي
 د روسیی په تروریستی پېښه کې نژدې ۶۰ کسان وژل شوي، له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

انصار: ( د وری4مه)،  د روسیې امنیتي ادارې وايي، د پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي تالار کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د خواله رسنیو په هغو ویډیويي کلیپ کې چې بي بي سي تائید کړی، لیدل کېږي چې لږ تر لږه څلور داسې کسان چې پوځي کالي یې اغوستي د کراسنوګورسک کرکیوس ښاري تالار کې پر خلکو ډزې کوي.

د روسیې دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ځايي نندارچیان د موسیقۍ یوه کنسرت پیل ته منتظر و، چې پېښه رامنځته شو او وروسته د تالار چت هم اور واخیست. رپوټ کې ویل شوي، ځینې برخې نړېدلې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا ’’یو ترهګریز برید’’ بللی دی.

پر خواله رسنیو یوه ناتائید شوي بیان کې ویل شوي داعش وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی، خو روسي چارواکو رسماً په دې هکله څه نه دي ویلي.

د مسکو له ځايي وخت سره سم د ګهیځ تر یوې بجې پورې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین مخامخ د دې پېښې په هکله وینا نه ده کړې، خو د دې هېواد دولتي خبري اژانس تاس د مرستیالې لومړۍ وزیرې تاتیانا ګولیکووا له قوله لیکلي چې ولسمشر پوتین د ټپیانو لپاره د ژر ښه کېدو هیله څرګنده کړې.

د روسیې فدرالي امنیتي ځواک (ایف ایس بي) مسوولین وايي، ځانګړي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا پېښه وغندي، چې دا یې ’’شیطاني جرم’’ بولي. نوموړې وايي: ’’د خلکو ژغورنې لپاره په ټول وس او توان سره هڅه کېږي.’’

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30726






*
*

*



قرأ

که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو


امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ


ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی


اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار


پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه


زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي


ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې


د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی


ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان