زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-29  |  2024-05-08  |  تازه شوی په: 2024/05/08 - 08:36:2 FA | AR | PS | EN
د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه             جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې             روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې             تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي             په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي             د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی             د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه            افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي             هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه            

تاريخ النشر: 2024/03/22 - 04:45:1
زيارة: 150
مشاركة مع الـأصدقاء

لاهم ناوخته نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي
 لاهم ناوخته نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي

انصار: ( د وری 3مه)، د نوي ښونیز کال په راتګ سره هیلې دا وې چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي، خو تېره ورځ بیا هم د پوهنې وزارت له خوا په دې اړه کوم نوی زیری ورنه کړل شو.

د چهارشنبې په ورځ پوهنې وزارت د ښوونځيو پیل زنګ وواهه او د هلکانو زده کړې پیل شوې، خو د زده کړو پیلېدو په تړاو د نجونو هیلې بیا هم مړاوې پاتې شوې او اجازه ورنه کړل شوه چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

هغه نجونې چې له شپږم ټولګي څخه اووم ټولګي ته بریالۍ شوې، خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او وایي، اوس هم وخت شته چې اړوندې ادارې د ښوونځیو پر پرانیستلو غور وکړي.

ثنا، چې اووم ټولګي ته تللې، داسې وايي :

«زه په شپږم ټولګي کې وم او ما ډېرې هڅې کړې دي. که د نورو نجونو غوندې ماته اجازه رانه کړل شي، کوم درسونه مې چې په ښوونځي کې یاد کړي، له یاده مې وځي او ټولې هڅې مې له منځه ځي.»

د فاطمې او مریم په نومونو زده کونکې هم له خپل تیاره راتلونکي څخه شکایت کوي او وايي چې د ښوونځي دروازې دې ژر تر ژره پرانیستل شي.

« زه خپل راتلونکي ته اندیښنه یم، چې زموږ برخلیک به څنګه کېږي. که ښوونځي خلاص نه شي، نو موږ به له خپلو درسونو څخه لرې پاتې شو او روانې ستونزو سره به هم مخامخ شو.»

«موږ له حکومت څخه د ښوونځيو د خلاصون غوښتنه کوو، ځکه درې کاله وشول چې د ښوونځيو دروازې بندې پاتې دي.»

ښوونکي هم پر دې نظر دي چې که نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړله شي او هغوی د علم په ګاڼه سمبال شي، ټولنه د پرمختګ لورته درومي.

دا چې درې کاله کېږي ښوونځي بند دي، نو موږ يې ډير خواشیني کړي یو. ښوونځي دې د نجونو پرمخ خلاص شي، تر څو د هېواد د پرمختګ سبب شي.»

د طالبانو حکومت اړوندو مسوولینو تر دې وړاندې ویلي وو چې د نجونو د زده کړو پیلېدو په تړاو پر طرحې کار روان دی، خو تر اوسه د دې طرحې د بشپړېدو په تړاو جزیات نه دي ورکړل شوي. کلید

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30709






*
*

*



قرأ

جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې


په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي


په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی


روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي


یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي


کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې


د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»


په بلخ کې ۲۰۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه


افغانستان له سخت غذايي بحران سره مخ دی


ننګرهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی


کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو


په نوي ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستو غوښتنه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان