زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-07  |  2024-05-15  |  تازه شوی په: 2024/05/15 - 04:55:4 FA | AR | PS | EN
ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري             د دوه ټانکره ټیټ‌کیفیته ګازو د واردېدو مخه ونیول شو             په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار             که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم             روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي             د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه             جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې            

تاريخ النشر: 2024/03/18 - 05:07:0
زيارة: 159
مشاركة مع الـأصدقاء

پاکستان خوست او پکتیکا کې بمبارۍ کړې دي
 پاکستان خوست او پکتیکا کې بمبارۍ کړې دي

انصار: ( دکب 28مه)، ځینو خبریالانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي، چې نوموړي پر خواله رسنیو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو د خپاره شوي خبر پخلی کړی. پاکستان رسما تر اوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي. خو ځینو خواله رسنیو چې غالبا د پاکستاني حکومت له لوري چلول کېږي، ددغه برید په اړه خبر خپور کړی دی.‌

د طالبانو حکومت هم دوو نورو سرچینو ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه "پاکستان پکتيکا برمل کې درنه بمباري کړي، ښځې او ماشومان يې شهيدان کړي دي، اسلامي امارت دفاع وزرات ته هم د اړوند ځوابي حملې امر شوى دی."

د طالبانو د زندانونو د ساتنې عمومي مسؤل قاري بدر پر اېکس (ټوېټر) لیکلي چې طالبان له خپلې خاورې د کلک ملاتړ ترڅنګ هر ډول دفاع ته چمتو دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت عملیاتي معین مولوي فتح الله منصور هم کابو ورته پیغام پر خپله اېکس (ټوېټر) پاڼه خپور کړی دی.

خبریال طاهر خان پر اېکس لیکلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ویاند محمد خراساني د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړي، خو ادعا کوي چې "وزیرستاني بې‌ځایه شوي په نښه شوي دي".

د "خراسان ډایري" په نامه یوې رسنۍ ویلي بریدونه د خوست او پکتیکا ولایتونو په هغو ولسوالیو کې شوي چې له شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري.

خراسان ورځپاڼې ویلي، یوې جګپوړې سرچینې دوی ته ویلي، پاکستان پکتیکا کې د قومندان عبدالله شاه کور په نښه کړی دی.

قومندان عبدالله شاه چې په توبه ګار هم مشهور دی، د لوړ وزیرستان شاکتوی اوسېدونکی بلل شوی.

یادې رسنۍ د پاکستاني طالبانو د تحریک له قوله د برید د تایید ترڅنګ ویلي چې د ټي‌ټي‌پي د دغه قومندان کور پر کنډواله اوښتی دی.

وړاندې،‌ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ادعا کړې چې اسلام اباد د دې شواهد لري د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي ټي پي" د افغان پراکسیانو په وسیله له هند پیسې ترلاسه کوي.

هغه ویلي چې د ټي ټي پي له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې وسله والو په افغانستان کې پناه اخیستې ده، چې د کورنیو له غړو سره یې ټول شمېر ۷۰ زرو ته رسېږي. بی بی سی

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30652






*
*

*



قرأ

ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو


امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ


ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی


اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار


پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان