زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-11  |  2024-05-19  |  تازه شوی په: 2024/05/18 - 04:44:5 FA | AR | PS | EN
په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري            

تاريخ النشر: 2024/03/17 - 04:58:4
زيارة: 167
مشاركة مع الـأصدقاء

اوس په پراخه پېمانه غزې ته د مرستو رسولو ته اړتیا ده
 اوس په پراخه پېمانه غزې ته د مرستو رسولو ته اړتیا ده

انصار: ( دکب 27مه)، د جرمني صدراعظم اولاف شولز د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیلو پر پلانونو نیوکه وکړه او له غزې سره د مرستې لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

اسرائیلو تر دې مخکې په رفح کې د برید لپاره د خپلو پلانونو دفاع کړې وه او دا یې اړینه بللې وه چې په دې تراډه کې حماس له منځه یوسي.

ښاغلي شولز دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې غزې ته د سمندر له لارې د مرستو لومړۍ بسته رسیدېلې ده.

د مرستو په دې جوبه کې د وریجو، غوړیو او خورما په ګډون ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي شامل وو.

دغه ماموریت د متحده عربي اماراتو په همکارۍ د متحده ایالاتو خیریه نړیوال مرکزي پخلنځي (WCK) لخوا ترسره شوی.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیلي بریدونو تر اوسه تر ۳۱۴۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

منځني ختیځ ته له سفر مخکې خبریالانو سره په خبرو کې ښاغلي شولز د غزې وضعیت "ترینګلی" وباله او زیاته یې کړه چې "اوس په پراخه پېمانه غزې ته د مرستو رسولو ته اړتیا ده".

نوموړي ویلي، چې دا موضوع به په سیمه کې له خپلو شریکانو سره په خبرو کې مطرح کړي.

ښاغلي شولز ټینګار وکړ چې جرمني په رفح کې چې له مصر سره پر پوله پروت دی، د پوځي پرمختګونو په اړه اندېښنه لري.

د غزې له نورو سیمو تر یو میلیون ډېرو خلکو هلته پنا وړې ده.

ښاغلي شولز وویل، "دا خطر شته چې په رفح کې په پراخه پېمانه برید به د ډېرو سختو ملکي تلفاتو سبب شي، چې باید په هر قېمت یې مخنیوی وشي".

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په رفح کې د پوځي عملياتو پلان تصويب کړ او زياته يې کړه چې پوځ د ملکيانو د ايستلو لپاره تيارى نيسي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30635






*
*

*



قرأ

د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه


په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو


د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان