زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-12  |  2024-05-20  |  تازه شوی په: 2024/05/20 - 04:24:2 FA | AR | PS | EN
د هواپېژندنې ادارې نن په ۱۲ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی             غور کې سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی             په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد             د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه             په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول            

تاريخ النشر: 2024/03/15 - 05:31:0
زيارة: 159
مشاركة مع الـأصدقاء

کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو
 کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو

انصار: (دکب 25مه)، کابل ښاروالي مسوولین وايي، پر ښار بشپړ کنټرول لري او هیچاته  د احتکار اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، د احتکار مخنیوي لپاره یې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی، چې په کې سوداګر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ خونې مسوولین ګډون لري.

د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، یاد کمېسون په بازار کې د عرضه او تقاضا د معلومولو ترڅنګ د احتکار مخنیوی کوي.

« په هیڅ عنوان چا ته د احتکار اجازه نه ورکوو؛ ځکه موږ ته عرضه او تقاضا معلومېږي، په دې هکله له موږ سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ خونې همکاري کوي، اوس د احتکار مخنیوي لپاره یو منظم او شفاف سیسټم جوړ شوی.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د روژې میاشتې په راتګ سره په بازارونو کې د هټۍوالو او سوداګرو له احتکار شکایت کوي.

کابل ښاروالي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لاهم کابل ښاریان په ښار کې له احتکار شکایت کوي.

دوی وايي، یو شمېر هټۍ وال او سوداګر لاهم احتکار کوي، چې دوی ته یې ګڼې اقتصادي ستونزې را ولاړې کړې دي.

د کابل اوسېدونکی احمد وايي:«ځیني خلک وايي چې لارې بندې دي، یا وايي چې  مالیات لوړ شوي، خو داسې کومه خبره نشته، دا ټول د روژې میاشتې په راتګ سره کېږي.»

بل لور ته د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، دوی په وار وار له ټولو سوداګرو غوښتي چې د روژې میاشتې په خاطر د توکو بیې راټیټې کړي.

د یادې خونې ویاند جان آغا نوید کلید ته ویلی، لاهم په ښار کې د احتکار کوم راپور نه لري؛ خو که څوک احتکار وکړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي هم احتکار د ولس او حکومت په زیان بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30599






*
*

*



قرأ

د هواپېژندنې ادارې نن په ۱۲ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی


غور کې سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی


د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده


روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی


په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام


افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي


جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې


په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي


په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی


روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي


یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان