زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-07  |  2024-05-15  |  تازه شوی په: 2024/05/15 - 04:55:4 FA | AR | PS | EN
ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري             د دوه ټانکره ټیټ‌کیفیته ګازو د واردېدو مخه ونیول شو             په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار             که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم             روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي             د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه             جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې            

تاريخ النشر: 2024/03/14 - 05:37:5
زيارة: 146
مشاركة مع الـأصدقاء

بایډن اوکرایین ته د وسلو نوې ۳۰۰ میلیون ډالري بسته استوي
 بایډن اوکرایین ته د وسلو نوې ۳۰۰ میلیون ډالري بسته استوي

انصار: ( دکب 14مه)، سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې اوکرایین ته به د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې- چې مهمات، توغندي او د الوتکې ضد توغندي په کې شامل دي- ورکوي.

دا ناڅاپي خبر په داسې حال کې اعلانېږي چې په کانګرس کې اوکرایین ته د لا زیاتو مرستو د ځانګړې کولو لایحه د ګوندي اختلافاتو له امله ځنډول شوې ده.

دا په نژدې درېیو میاشتو کې د امریکا د پوځي مرستو لومړۍ ټولګه ده چې د اوکرایین په خاوره کې د روسیې د نورو پرمختګونو د مخنیوي لپاره استول کېږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، دا مرستې "په هېڅ صورت د جګړې په ډګر کې د اوکرایین د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي".

ښاغلي سلیوان خبریالانو ته وویل، "دا مهمات به د اوکرایین د توپچي اړتیاوې د یو څه وخت لپاره خو یوازې د لنډ وخت لپاره پوره کړي." هغه زیاته کړه چې "دا به د اوکرایین د مهماتو د کمښت مخه ونه نیسي."

سپینې ماڼۍ له څو میاشتو راهیسې له کانګرسه غوښتي چې اوکرایین، اسرائیل او تایوان ته د مرستو د استولو لپاره بودیجه تصویب کړي.

د دغه هېواد لپاره د ۶۰ میلیارده ډالرو پلان په سنا کې تصویب شوی، خو د استازو په جرګه کې رایه نه ده ورکړل شوې.

د جرګې رییس مایک جانسن تر دې دمه د سنا په پلان له غور کولو ډډه کړې. ښاغلي جانسن، چې د ډونلډ ټرمپ ټلوال دی، وویل چې جرګه به د هغه جلا قانون رایو اچولو ته وړاندې کړي، خو یوازې وروسته له دې چې کانګرس د متحده ایالاتو د کډوالۍ سیسټم د بیاکتنې لپاره بودیجه تصویب کړي.

د متحده ایالاتو نوې مرستې په داسې حال کې راځي چې جو بایډن له اوکرایین سره د پیوستون په نمایش کې په سپینه ماڼۍ کې د پولنډ ولسمشر او لومړي وزیر کوربه توب کوي.

همدارنګه، په همدې ورځ ډنمارک اعلان وکړ چې اوکرایین ته به شاوخوا ۳۳۶ میلیونه ډالره مهمات او د توپچي تجهیزات ولېږي.

په وروستیو میاشتو کې اوکرایین په داسې حال کې شاتګ ته اړ شوی چې ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي یې تېره میاشت لامل د وسلو "مصنوعي کمبود" وباله.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30587






*
*

*



قرأ

ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو


امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ


ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی


اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار


پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان