زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-09  |  2024-05-17  |  تازه شوی په: 2024/05/17 - 08:50:5 FA | AR | PS | EN
د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري             د دوه ټانکره ټیټ‌کیفیته ګازو د واردېدو مخه ونیول شو             په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار            

تاريخ النشر: 2024/03/10 - 04:46:5
زيارة: 157
مشاركة مع الـأصدقاء

د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو په بر رسۍ کار پیلیږي
 د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو په بر رسۍ کار پیلیږي

انصار: (دکب 20مه)، د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو د بر رسۍ بهیر د هېواد په کچه پیل کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کمېسیون د هېواد په کچه د غاصبینو او زورواکو په واسطه د غصب شویو حکومتي ځمکو د بر رسۍ، تشخیص او تثبیت مسؤلیت لري.

عدلیې وزارت وايي، دغه کمېسیون کوي "په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ته لارښوونه کړې ده چې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر غصب لاندې نیول شوي او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطه د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي".

یاد کمېسیون وايي، د یادو شویو هیئتونو راپور د غصب شویو ځمکو له تثبیت او تشیخص څخه وروسته، د کمېسیون له خوا بررسي کیږي او په دې هکله به لازم تصمیم ونیول شي؛ ځکه چې د لامالک ځمکې یعنې هغه ځمکې چې مالکان يې د هېواد په داخل کې حضور نه لري، حفاظت یې د نظام په غاړه دی.

هندوان او سیکان له څو پېړیو راهیسې په افغاستان کې اوسېږي، له ۷۰مې لسیزې وړاندې د افغانستان په څو ښارونو کې کابو ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ اوسېدلې،‌خو د کورنیو جګړو تاو دوی هم کډوالۍ ته اړ کړل چې دا لړۍ تر اوسه دوام لري.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې له ۳۰۰ لږ سیکان پاتې شوي وو.

اوس د طالبانو عدلي چارواکي وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې به یې تخنیکي هیئتونه د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت سره بررسي کړي ترڅو که چېرې غصب شوی وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري، مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرځي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30521






*
*

*



قرأ

د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده


روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی


په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام


افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي


جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې


په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي


په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی


روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي


یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي


کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې


د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان