زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-29  |  2024-05-08  |  تازه شوی په: 2024/05/07 - 05:24:4 FA | AR | PS | EN
روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې             تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي             په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي             د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی             د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه            افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي             هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني            

تاريخ النشر: 2024/03/04 - 04:14:2
زيارة: 210
مشاركة مع الـأصدقاء

په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو
 په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو

انصار: (د کب 14 مه)، د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو سوداګرو په مالي ملاتړ د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت روغتون جوړ او پرانيستل شو.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست ریيس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، په دغه روغتون کې به د عمومي جراحۍ، نسايي ولادي، آو، پي، ډي او داخله ناروغيو په برخه کې خدامات وړاندې کېږي.

هغه وايي، د دولتي روغتونونو ترڅنګ اړتيا ده چې خصوصي سکټور هم د خلکو د اړتيا پوره کولو لپاره کار وکړي.

محمدالله روحاني وایی :« ارزګان ولايت بېخي داسې روغتون نه درلود چې رسمي جواز ولري. دا ۲۰ بستريز روغتون چې په هغه کې به د نسايي ولادي خدمتونه جرايي خدمتونه، داخله خدمات ترسره کېږي.»

د دغه روغتون د پرانيستلو پرمهال د دغه ولايت والي مولوي عنايت الله شجاع وايي، د ياد روغتون په پرانيستل کېدو سره به ډېر هغه کسان چې اوس هم روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري، له روغتيايي خدمتونو برخمن شي.

مولوي عنايت الله شجاع وایی : «اسلامي امارت د روغتيا په برخه کې کافي بودجه ځانګړې کړې، موږ به په همدې اړه وزارت ته پشنهادونه کوو او هغه روغتيايي برخې چې مهمي دي، اوليت به ورته ورکوو.»

په همدي وخت کې عام اوسېدونکي د ياد روغتون په پرانيستلو خوشحاله دي، خو زياتوي چې د معیاري خدمتونو او مسلکي ډاکټرانو د نشت له کبله اوس هم دوی اړ کېږي چې خپل ناروغان ګاونډيو ولايتونو ته د درملنې په هدف انتقال کړي.

د دغه ولايت اوسېدونکي شريف الله کليد ته وويل: « موږ د دغه روغتون په پرانيستلو خوشحاله يو، خو زموږ غوښتنه دا ده چې باید ښه ډاکټران ورته راشي او ښه طبي ماشينونه ورته راوړل شي.»

د ارزګان ځايي مسولين وايي، دامهال لسګونه دولتي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري او په خبره يې، په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو لپاره هڅې کوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30421






*
*

*



قرأ

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو


د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو


یو ان دی پی: افغان روغتونونو کې مو ۳ میلیونه ډالره پانګونه کړې


په افغانستان کې تېر کال د توبرکلوز ۸۰ زره پېښې ثبت شوي


روغتیایي سیستم باید اصلاح او د سرطان د درملنې جوګه شي


د ښځینه وو په ګډون د اکمال تخصص لپاره د څه باندې ۶ زرو ډاکټرانو ازموېنه


په سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې دوام


د کندهار له طب پوهنځي د ۸۷ نارینه ډاکټرانو فراغت


د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل


د افغانستان روغتیایي سکتور سره د جاپان نژدې ۷ میلیونه ډالرو مرسته


د افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره اوس هم بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره وړل کیږي


د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځینه ډاکترانې کمې دي


پاکستان وایي پولیو هم له افغانستانه دوی ته راغلې


یونیسف د افغان ماشومانو د ملاتړ ژمنه کړی


په ننګرهار کې د پولیو بله مثبته پېښه ثبت شوې


چین د روغتیا سازمان د کرونا اصلیت څیړلو ډله دغه هېواد ته نه ده پریښې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان