زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-08  |  2024-05-16  |  تازه شوی په: 2024/05/16 - 04:27:4 FA | AR | PS | EN
په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري             د دوه ټانکره ټیټ‌کیفیته ګازو د واردېدو مخه ونیول شو             په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار             که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم             روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي            

تاريخ النشر: 2024/03/03 - 06:05:4
زيارة: 164
مشاركة مع الـأصدقاء

د طالبانو حکومت ’ټي ټي پي’ ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي
 د طالبانو حکومت ’ټي ټي پي’ ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي

انصار: (د کب 13 مه) ، پاکستانۍ رسنۍ په دې وروستیو کې کابل ته د دغه هېواد د دیني عالمانو د تللي پلاوي د یوه غړي له خوالې وايي، د طالبانو حکومت مشرتابه د پاکستاني طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کاروي.

جیو نیوز تلویزیون د دغه سفر د تنظیموونکي او پاکستان کې د مذهبي څېړنو د نړیوالې شورا په نوم د بنسټ د مشر ’اسرار مدني’ له قوله رپوټ ورکړی چې طالب چارواکو کابل ته ورغلي پلاوي ته ویلي چې یوه میاشت وړاندې یې د پاکستاني طالبانو مشران را غوښتي او د افغانستان له خاورې یې پاکستان کې د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په رپوټ کې د نوموړي له خولې ادعا شوې چې طالب چارواکو ورته ویلي شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستاني طالبانو مشرانو مفتي نور ولي مسعود، حافظ ګل بهادر او نورو سره د دوی د چارسمبالي لومړي وزیر ’ملا محمد حسن اخوند’ او نورو په ګډون ناسته شوې او دا چې په دې ناسته کې د ټي ټي پي مشرانو ته په ډاګه ویل شوي، چې په پاکستان کې د دوی د بریدونو له امله د پاکستان له حکومت او خلکو سره د افغانستان اړیکي زیانمن شوي دي.

بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولري، خو د رپوټ تر چمتو کېدو پورې یې په دې اړه ځواب ترلاسه نه کړ.

د طالبانو حکومت که څه هم تېرو کلونو کې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب او منځګړتوب کړی، خو له دې انکار کوي چې د ټي ټي پي مشران او وسله وال دې په افغانستان کې وي، او یا دا چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارول شوې وي.

د اسرار مدني له خولې رپوټ کې دا یادونه هم شوې چې کابل کې طالب چارواکو ورته ویلي له دې غونډې وروسته وضعیت نسبتآ ښه شوی دی.

خو د جیو نیوز د رپوټ له مخې، اسرار مدني ویلي طالب چارواکو او په ځانګړې توګه حقاني ډله په دې نظر ده چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ خبرې به اړیکي لا ښه کړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30412






*
*

*



قرأ

د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو


امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ


ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان