انصار: (د کب 9مه)، د ملي پراختیا شرکت چارواکي له ټاکل شوې نېټې وړاندې د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارو د بشپړېدو خبرورکوي.
د یاد شرکت مسوولین وایي، اوونۍ وړاندې د دغه کانال د دویم فاز چارې عملاٌ د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ پیل شوې او د یوه کال له مودې وړاندې به یې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د کېندنې چارې بشپړې او پای ته ورسېږي.
د قوشتېپې کانال ساحوي انجینیر سید ذبیح الله میري وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د کمو ماشینریو په موجودیت کې څه باندې درې کېلومټره کانال کېندل شوی او ورځ تر بلې د امکاناتو په ډېریو سره به د کېندنې حجم څو برابره زیات شي.
د انجینر میري په خبره، دامهال د قوشتېپې کانال د دویم فاز په کېندنه په شپږو مهمو نقطو کې د پنځه شرکتونو ۵۰۰ ماشینري او شاوخوا ۸۰۰ کسان په کار بوخت دي او د هوا په ګرمېدو سره به د ماشینریو او کسانو شمېر زرګونو ته ورسېږي.
بلخوا، یو شمېر کسان چې په دغه کانال کې شپه او ورځ کار کوي، پخپل موجودیت د خوښۍ احساس کوي او وایي، هیله یې لرله چې د وطن د ابادۍ په یوه بنسټیزه پروژه ورته د کار زمینه برابره شي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، دا مهال د قوشتېپې کانال پر دویم فاز سربېره، د کانال پر سربند، د دولت آباد او شورتیپې ولسوالیو ترمنځ د یوه نښلوونکي پل پر جوړېدو او بېلابېلو نورو برخو کې هم کار په چټکۍ سره روان دی او ډاډ ورکوي، چې دغه لویه او ملي پروژه به سرته رسوي.
د یادونې وړ ده، چې د قوشتېپې کانال دویم فاز د بلخ ولایت له دولت ولسوالۍ څخه پیل او د ۱۷۷ کیلومټرو په اوږدوالي سره، د جوزجان ولایت نه په تېرېدو سره، د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30346