زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-10  |  2024-05-18  |  تازه شوی په: 2024/05/18 - 02:24:0 FA | AR | PS | EN
د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري             د دوه ټانکره ټیټ‌کیفیته ګازو د واردېدو مخه ونیول شو            

تاريخ النشر: 2024/02/26 - 06:22:5
زيارة: 152
مشاركة مع الـأصدقاء

په بلخ کې له راستنو شویو کډوالو سره مرستې
 په بلخ کې له راستنو شویو کډوالو سره مرستې

انصار: ( د کب ۷ مه)، په بلخ کې په زر اړمنو کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې وېشل شوي، د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو او د کورنیو بې ځایه شویو زر اړمنو او بې وزله کورنیو سره یې د اته قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د بلخ ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست لخوا د پوهنې د ملاتړ لپاره د افغانانو مؤسسې په مالي مرسته، د مزارشریف ښار نږدې سیمو او پنډغالو ته، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو او په کور دننه له ولایتونو را بې ځایه شویو زر اړمنو او بې وزله کورنیو باندې، د خوراکي توکو د مرستو وېشلو لړۍ پیل شوه.

د بلخ ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا وایي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د راستانه شویو مستحقو کډوالو یوه شفافه سروې یې ترسره کړې، چې په دوو پړاوونو کې به په زر کورنیو باندې اته قلمه خوراکي توکي او د پوښاک جامې پرې ووېشل شي.

د پوهنې د ملاتړ لپاره د افغانانو مؤسسې مسوول بختیار احمد پر اړمنو کورنیو باندې د مرستو وېشل د هغوی لازمي حق بولي او وایي، چې له هرې اړمنې کورنۍ سره یې د اته قلمه خوراکي توکو او یو شمېر ژمنیو جامو مرسته کړې ده.

په اړمنو کورنیو باندې دغه مرستې داسې مهال وېشل کېږي، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د بلخ کډوالو چارو ریاست لخوا په شاوخوا ۷۰۰ کورنیو باندې د خوراکي توکو او د نغدي پیسو مرستې وېشل شوې وې.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30309






*
*

*



قرأ

د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده


روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی


په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام


افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي


جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې


په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي


په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی


روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي


یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي


کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې


د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان