زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-11  |  2024-05-19  |  تازه شوی په: 2024/05/19 - 09:35:0 FA | AR | PS | EN
په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد             د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه             په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي            

تاريخ النشر: 2023/12/04 - 14:25:3
زيارة: 181
مشاركة مع الـأصدقاء

د ناکامورا د وژل کېدو څلورم تلین او افغانستان سره د جاپان د نوې مرستې اعلان
 د ناکامورا د وژل کېدو څلورم تلین او افغانستان سره د جاپان د نوې مرستې اعلان

انصار: (د لیندی ۱۳ مه) نن په افغانستان کې د جاپاني الاصله بشرپال ډاکټر تیتڅو ناکامورا د وژل کېدو څلورم تلین داسې مهال پوره کیږي چې جاپان له افغانستان سره د اته پنځوس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسیږي.

ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د جاپان سفارت ویلي، ناکامورا اوس نشته، خو د هغه پروژې د هغه د جاپاني او افغان همکارانو له خوا دوام لري.

جاپاني چارواکي وایي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې له افغانستان سره د ټولو مرستو اندازه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

ناکامورا د افغانستان په ختیځ کې د اوبو د مدیریت یو شمېر پروژې په بریالیتوب عملي کړي او زرګونه جریبه ډاګ ځمکه یې په شنو باغونو او کروندو بدله کړې وه.

د هغه د وژل کېدو اصلي دلیل د نورو داسې پروژو مخنیوی ښودل شوی او مخامخ یې پاکستان د وژل کېدو عامل ګڼل شوی.

د ناکامورا د وژل کېدو پر مهال د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي وو چې د ناکامورا د وژلو په تور یې څو افغان او پاکستاني طالبان نیولي.

میاخېل د جمهوري نظام له سقوط وروسته وویل چې د ناکامورا قاتلان د افغانستان له زندانونو خوشې شوي او د ده په وینا، دا کار د هغه په وژلو کې د طالب حاکمانو لاس لرل څرګندوي.

طالب چارواکو د نوموړي په وژلو کې د لاس لرلو یا نه لرلو په تړاو څه نه وو ویلي، خو اوس د ناکامورا کړنې ستایي او د پروژو پر دوام یې ټنیګار لري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28827






*
*

*



قرأ

په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد


د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه


په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو


د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان