زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-10  |  2024-05-18  |  تازه شوی په: 2024/05/18 - 04:44:5 FA | AR | PS | EN
په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري            

تاريخ النشر: 2023/11/27 - 04:21:4
زيارة: 292
مشاركة مع الـأصدقاء

د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول
 د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول

انصار: (د لیندی 6 مه) د نواب خان په نوم یوه افغان فلمي لوبغاړي د هندوستان په یوه تازه فلم کې مرکزي رول لوبولی.

هغه د اناري ازبک په نوم دغه فلم کې چې د نومبر به ۲۴ مه خپور شوی، خپل رول لوبول یو له توقع لیرې کار بللی او ټینګار یې کړی چې بهر مېشتي افغان سینماوال باید د افغاني فلمونو د جوړولو لپاره سره لاسونه ورکړي.

پر یاد شوي فلم تر۱۲۰ میلیونه هندي روپیو لګښت شوی او خلکو یې هرکلی کړی.

د افغانستان یو شمېر نورو فلمي څېرو هم په هندي سینما کې رول لوبولی، خو دا لومړی ځل دی چې یو افغان ځوان د یوه هندي فلم د مرکزي کرکټر په بڼه را څرګندیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو د سینما په ګډون ټول هنرونه منع کړي او سلګونه فعالان یې هېواد پرېښودو ته اړ وېستي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغان فلم اداره اوس تر ډېره د طالبانو لپاره تبلیغاتي ویډیوګانې جوړوي چې د دوی مخکیني ځانمرګي او نور بریدونه او اوسني توندلاري افکار پکې مثبت ښودل کیږي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28690






*
*

*



قرأ

هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان