انصار: (د لیندی ۳ مه)، په کندهار کې د سمنټ جوړولو پر یوې سترې فابریکې، چې د ورځې به ۵۰۰۰ ټنه سمینټ تولیدوي، کار روان دی.
دا فابریکه د خصوصي سکتور له لوري د کندهار په صنعتي پارک کې په ۱۰۰ جریبه مځکه جوړېږي او پر دې سربېره چې زرګونه ټنه سمنټ تولیدولی شي، سلګونو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار فرصت برابر کړي.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې پر دې فابریکې څومره لګښت کېږي خو جوړوونکي یې وايي چې په پنځو کلونو کې به د هغې چارې بشپړې او تولید ته چمتو شي.
افغانستان تر جګړې پخوا په بغلان، هرات او جبل السراج کې د سمنټو فابریکې لرلې. په تېرو شلو کلونو کې د دغو فابریکو د بیا فعالولو لپاره هڅې وشوې او تر یوه حده ځینې فابریکې فعاله هم شوې خو سمنټو ته د افغانستان اړتیا تر دې خورا زیاته ده چې د زړې ټکنالوژۍ زړې فابریکې یې ځواب ووايي.
افغانستان ډېر سمنټ له پاکستان او ایرانه واردوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28644