زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-08  |  2024-05-16  |  تازه شوی په: 2024/05/16 - 04:27:4 FA | AR | PS | EN
په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري             د دوه ټانکره ټیټ‌کیفیته ګازو د واردېدو مخه ونیول شو             په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار             که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم             روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي            

تاريخ النشر: 2023/11/11 - 04:21:2
زيارة: 86
مشاركة مع الـأصدقاء

له طالبانو پر خپلو غوښتنو د امریکا او هند بیا ځلي ټینګار
 له طالبانو پر خپلو غوښتنو د امریکا او هند بیا ځلي ټینګار

انصار:( د لړم ۲۰ مه) امریکا متحده ایالاتو او هندوستان په یوه ګډه اعلامیه کې یو ځل بیا پر افغانستان د طالبانو له واکمن رژیم څخه خپلې ګډې غوښتنې تکرار کړې دي.

په نوې ډېلۍ کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له یوې ګډې غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه له طالبانو پر کړو ژمنو عمل او د افغانستان له خاورې هېڅ ډلې ته د نورو خلاف د نه استفادې ډاډمنیدل غواړي.

په اعلامیه کې له طالبانو څخه د ښځو، ماشومانو او نورو قشرونو د حقونو تامین هم غوښتل شوی.

دغو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د یوه پراخ بنسټه چوکاټ رامنځته کیدل اړین ګڼلي دي.

طالبانو دغو غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی چې د دوی رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو د حقونو تامینونکی دی.

دوی دغه راز له نورو هېوادونو غوښتي، چې له داسې څرګندونو ډډه وکړي، ځکه د دوی په باور د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

ورته غوښتنې په پراحه کچه افغانان هم له طالبانو لري، خو طالبانو ورته پاملرنه نه ده کړې.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28386






*
*

*



قرأ

د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو


امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ


ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان