زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-06  |  2024-05-14  |  تازه شوی په: 2024/05/14 - 05:21:2 FA | AR | PS | EN
په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري             د دوه ټانکره ټیټ‌کیفیته ګازو د واردېدو مخه ونیول شو             په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار             که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم             روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي             د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه             جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې             روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې             تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي            

تاريخ النشر: 2021/12/16 - 12:41:2
زيارة: 715
مشاركة مع الـأصدقاء

د امریکایي ډالرو ارزښت د افغانیو په مقابل کې راکښته شو

د افغانستان د اسعارو تبادلې تر ټولو ستر بازار سراى شهزاده په ډاګه کړې، چې نن د پنجشنبې پر سهار د لیندۍ ٢٥ يو امريکايي ډالر پر۹۴ افغانیو تبادله شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې د ورځې تر پایه د ډالرو ارزښت ۱۰۵ افغانۍ و.

دغه راز د افغانستان بانک ويلي، چې پرون د ۱۹ اعشاریه دوه میلیون ډالرو نغدي مرستو څلورمه بسته هم افغانستان ته رارسېدلې او د افغانستان نړیوال بانک یا ای آی بي ته وسپارل شوې.

د افغانستان بانک زیاته کړې، چې د افغانانو د "بېوزلۍ او بدبختۍ" د مخنیوي لپاره یې د اصولو پر آسانتیا کار روان ساتلی او د هېوادنیو بانکي سیسټمونو او د بهرنیو اسعارو اړتیاوې به ډېر ژر حل شي.

د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک تل هڅه کړې، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.

د افغانستان بانک دا هم ویلي، چې د دې ادارې مشرتابه هڅه کوي، چې افغانۍ ثبات ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوونۍ په پیل کې یو ډالر ۱۳۰ افغانیو ته رارسېدلی و.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په داسې حال کې د اسعارو د ثبات لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل او د سې شنبې پر ورځ یې په هېواد کې د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګاوه.

د لومړي وزیر دوه یم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، چې د اسعارو د بیې د ټیټېدو او لوړېدو د مخنیوي لپاره یې د یوه اقتصادي کمیسیون مشري پر غاړه اخیستې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې اړه ډاډمن ګامونه پورته شوي او افغانۍ به ثبات ومومي.

ملا عبدالسلام حنفي ویلي: مونږ دیني عالمانو، سیمه ییزو چارواکو او امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې نه یوازې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخه ونیسي، بلکې د ډالرو قاچاق هم ودروي.

ملا عبدالسلام حنفي خبرداری ورکړی؛ که هر هغه څوک د بهرنیو اسعارو پر کارولو، زیرمه کولو او قاچاق کې لاس ولري؛ مسوولین به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي او ملي خاین به وپېژندل شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/24767






*
*

*



قرأ

ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول


د دوه ټانکره ټیټ‌کیفیته ګازو د واردېدو مخه ونیول شو


افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي


ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی


د ایران له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو وارداتو زیاتوالی


د هرات‌ـ خواف اوسپنې پټلۍ دویمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو


سوداګریز او سیاسي مسایل دې سره بېل شي


اسپانیا د افغانستان سره یو میلیون یورو مرسته وکړه


پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق بیا پور اخلي


اذربایجان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دی


آیا د طالبانو حکومت اقتصادي لاسته راوړنې لري؟


د روان کال اپریل میاشت کې؛ د کاسا زر پروژې عملي چارې پیلیږي


د افغانستان بانک رئیس: افغانۍ اوس با ارزښته کرنسي ده


له افغانانو سره د ۲۰ میلیونه یورو مرسته


د صنعت او سوداګرۍ په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته تللی


د قوشتېپې کانال د دویم فاز د چارو چټکتیا


د چمن او سپین بولدک تر منځ د سوداګريزو چارو پیل


منځنۍ اسیا سره د افغانستان د تېر یوه کال د سوداګرۍ ارقام خپاره شو


په افغانستان کې د چین د پانګونو پر ژمنو د اشرف غني نیوکې


د افغانستان په ۱۲ بندرونو کې الکترونیکي تذکرې نصبیږي


د ډالرو د بیو ثبات لپاره باید څه وشي؟


د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۰ میاشتو کې د افغان صادراتو ادعا


افغانستان بانک د یو شمېر زیانمنو بانکنوټونو د بدلولو خبر ورکړ


د ټولو دولتي شرکتونو خپلواکه اداره مو جوړه کړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان