زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-02  |  2024-05-10  |  تازه شوی په: 2024/05/10 - 05:07:3 FA | AR | PS | EN
په افغانستان کې د قابلو پر روزلو د ملګرو ملتونو ټینګار             که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم             روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي             د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه             جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې             روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې             تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي             په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي             د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی             د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه            افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي             هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي            

تاريخ النشر: 2021/01/08 - 14:57:2
زيارة: 808
مشاركة مع الـأصدقاء

د واټس اپ نوې پالیسي، که یې ونه منئ خپل اکاونټ به له لاسه ورکړئ

د فیسبوک ملکیت لرونکی واټس اپ د کاروونکو لپاره د محرمیت تګلاره تازه کړې چې د اندراید او Ios کاروونکو ته یې د پیغام له لارې خبرتیا استولې ده.

ددې پالیسۍ په اړه خورا مهم شی دا دی، که چیرې د واټس اپ کاروونکی نوې تګلاره ونه مني شونې ده د واټس اپ خپل اکاونټ له لاسه ورکړي، د یادې پالیسۍ نفاذ به د راتلونکې فبروري میاشتې له ۸مې نیټې څخه کیږي.

په نوې پالیسۍ کې څه نوي او مهم دي؟

واټس اپ کاروونکو ته روښانه کړې چې دوی به د اختیاري ځانګړتیاو له کارولو وړاندې یوې اجازې ته اړتیا لري، چې یوه یې د بل کاروونکي سره د ځای یا موقعیت خپرولو ځانګړتیا ده.

شرکت وایي که څوک واټس اپ ته خپل موقعیت نه روښانه کوي دوی به ونشي کړای په خپلو ملګرو کې له هیچا سره ځای شریک کړي.

واټس اب به څرنګه د کاروونکي معلومات پروسس کوي، په دې اړه یې هم نوې پالیسۍ کې بدلونونه شامل کړي دي. ددې سربېره د سوداګریزو ادارو په اړه چې څرنګه فیسبوک او واټس سره ونخلوي او له دې ګټه پورته کړي بدلونونه شامل دي.

نوې پالیسي کې د کاروونکو د معلوماتو په منظمه توګه اداره کول یو له مهمو نکتو څخه دی. په نوې پالیسۍ کې د راکړې ورکړې د معلوماتو لپاره هم نوې برخه اضافه شوې ده.

واټس اپ د کاروونکو د اړیکو جزییات هم نوي کړي دي، په دې معنا چې شرکت کولی شي له دې وروسته ستاسې ډیرو معلوماتو ته لاسرسی ولري، لکه د بیترۍ کچه، د سګنل ځواک، د اپلیکیشن نسخه، د براوزر معلومات، ګرځنده شبکه، موبایل شمېره، ژبه، وخت او زون، د IP پته او د موبایل د عملیاتو معلومات راټولوي. واټس اپ به نږدې ټول اړوند معلومات له فیسبوک سره هم شریکوي.

په دې کې ستاسې پيغامونه، عکسونه، ویدیو او داسې نور چې تاسې یې یوه بل ته استوئ شامل نه دي.

باید وویل شي چې واټس اپ په نړۍ کې تر ټولو زیات فعال کاروونکي لري او د نورو اپلیکیشنو په نسبت محفوظ او معلومات خوندي ساتلی شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21829






*
*

*



قرأ

چینایي مریخ ته تلونکې بېړۍ پر سرې سپوږمکۍ خپل ماموریت پیل کړ


فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر د ټرمپ حسابونه تړلي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان