زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-13  |  2024-05-21  |  تازه شوی په: 2024/05/21 - 05:25:1 FA | AR | PS | EN
بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي             «متقی» او «روزمېري ډیکارلو» د دوحې د درېیمې غونډې پر اجنډا او ترکیب بحث وکړ             د هواپېژندنې ادارې نن په ۱۲ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی             غور کې سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی             په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد             د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه             په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام            

تاريخ النشر: 2020/12/30 - 11:56:3
زيارة: 793
مشاركة مع الـأصدقاء

امرالله صالح: ټولو ولایتونو ته هدایت ورکول کېږي، چې د دوه پشته موټر سایکلونو مخنیوی وکړ

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي میثاق کې شاملو ټولو ولایتونو ته یې لارښونه کړې، چې په یوه موتر سایکل د دوه تنو د سپرېدو مخنیوی وکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي میثاق کې شاملو ټولو ولایتونو ته یې لارښونه کړې، چې په یوه موتر سایکل د دوه تنو د سپرېدو مخنیوی وکړي.

د خبر له مخې وړاندې له مخې ښاغلي صالح تر دې وړاندې یوازې پلازمېنه کابل کې په دوه پشته موټر سایکلو بندیز لګولی و.

خو نن چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه یې د شپږنیمو له امنیتي غونډو ویلي، چې نور باید په امنیتي میثاق کې شامل ټولو ولایتونو کې هم په دوه پشته موټر سایکل بندیز ولګول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې سلګونه دوه پشته موټر سایکلونه د پولیسو له خوا درول شوي او فلج کړی شوي دي.

هغه یو ځل بیا ویلي«لطفآ له موټرسایکل نه دوپشته کار مه اخلۍ، موږ ډېرې داسې ویډیوګانو لرو، چې په ډېرو هدفي وژنو او انفرادي ترورونو کې ددوپشته موټر سایکل سپرو لاس وو.»

دی وايي، که په کابل کې له دې وروسته دوه پشته موټر سایکل ونیول شي، نو موبالایلو ته یې بوره وراچول کېږي چې له څو دقیقو وروسته به فلج شي او یا به یې هم به سلنسر کې چرې اچول کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې وړاندې به د دغه ډول موټر سایکلونو یوازې ټایرونه اره کېدل خو معلومه شوه، چې ټایزونه ارزانه دي او ژر تر لاسه کېږي نو ځکه پر دې پرېکړه شوې، چې نور به یې ماشین ته بوره او سلنسر ته چرې وراچول کېږي، چې مکمل فلج شي.

بل خوا صالح ویلي، چې د بې ثبت سیم کارتونو ستونزه تر ډېره بریده حل شوې خو بیا هم په دې برخه کې پلټنې دوام لري، ځکه ځینې شکایتونه اوس هم د ناراجستر او ناثبته سیم کارتونو شته دي.

دی وايي، که څوک ونیول شول نو له ترهګرو سره په جرم کې شریک ګڼل کېږي او نېغ په نېغه به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې صالح زیاته کړې، سبا به د هغه کس ویډیو له خلکو سره شریکه کړي، چې د کابل ښاریانو په موترو پسې یې چسپکي ماینونه نښلول.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وینا په دغه ویډیو کې به وښودل شي، چې دغه کس په څه ډول او کوم مهارت چسپکي ماینونه نښلول.

نوموړي ویلي، د دې ویډیو له خپرولو یې موخه دا ده، چې د ترهګرو او د هغوی د کړنو په اړه عامه پوهاوی زیات او د طالبانو د دغه انسان وژنې کارونو او ترور مخه ونیسي.

د ولسمشر لومړی مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د چسپکي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې، او د کابل ښاریانو کابو هر سهار په چاودنې پيلېږي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21556






*
*

*



قرأ

بغلان کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي


د هواپېژندنې ادارې نن په ۱۲ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی


غور کې سېلابونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۰ کسانو ژوند اخیستی


د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده


روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی


په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام


افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي


جوزجان کې د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل شوې


په ۱۴۰۲ کې ۳۰ زره ښځو د کار جوازونه وېشل شوي


په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی


روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي


یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان