google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په 18 ولایتونو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
انصارپرس: د طالبانو عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبه) د هېواد په 18 ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین له پیلېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل ویلي چې یاد کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني ، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، بلخ، فاریاب، کندز، هرات او بادغیس ولایتونو کې پیل شوی چې په پرمهال به یې له پنځهکلنۍ کمعمره 7٫3 میلیون ماشومان واکسین ترلاسه کړي. ښاغلي امرخیل ویلي چې همدا کمپاین د لا ښه چمتوالي په موخه د فاریاب په 2 ولسوالیو او د بادغیس په 2 ولسوالیو کې د فبروری له 9 تر 12 ترسره کېږي. تر دې مخکې له پولیو څخه پاک افغانستان په نوم ادارې هم خبر ورکړی چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې به د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي. د یادولو ده چې په نړۍ کې پاکستان او افغانستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو یا ګوزڼ ویروس شته او تازه پېښې پکې ثبتېږي. بلخوا د طالب چارواکو بار بار له هېوادوالو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





