google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د ګوزڼ ( پولیو) واکسین نن په 17 ولایتونو کې پیلېږي
انصارپرس: ( دلیندی3مه)، د افغانستان په 17 ولایتونو کې نن د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره 7 میلیونه ماشومان واکسین شي. په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ د کور په کور د واکسین د تطبیق غوښتنه کوي.
د پولیو ضد کمپاین نوی پړاو به نن، دوشنبه (د لیندی په 3مه) د افغانستان بېلابېو برخو د 17 ولایتونو په 179 ولسوالیو کې پیل شي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین په څلورم پړاو کې، چې (د لیندی تر 6مې) پورې به دوام وکړي، شاوخوا 7.4 میلیونه د پنځو کلونو کم عمره ماشومان به د پولیو ویروس په وړاندې واکسین شي. د دې خبرپاڼې له مخې، دا کمپاین به د افغانستان په مرکزي، جنوبي، ختیځ، لویدیځ، شمالي او شمال ختیځو برخو کې پلي شي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د واکسیناسیون ټیمونه به د کمپاین په جریان کې په ځانګړو سیمو کې موجود وي او له میندو، پلرونو او د کورنۍ له مشرانو یې غوښتي چې د دې ځایونو په اړه ځانونه خبر کړي او خپل ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین ته بوځي. خو په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارته غوښتنه کوي چې د پولیو واکسین کمپاین د پخوا په څیر کور په کور تګلارې ته بدل کړي، ترڅو هیڅ ماشوم د بېلابېلو دلایلو له امله له واکسینه پاتې نه شي. د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د کور په کور کمپاین نه پلي کول ماشومان، په ځانګړې توګه نوي زیږیدلي ماشومان، د پولیو واکسین څخه د محرومیت له جدي خطر سره مخ کوي. دغه سازمان ویلي چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې یوه د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې او بله په هلمند ولایت کې ده. افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې لا تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی. روغتیا پالان وايي چې پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي د دې ناروغۍ څخه د ماشومانو ژوند وژغوري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





