google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي                
نور   10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
               
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
2025/04/16-03:35

انصار: (د وري ۲۷ مه)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړ چې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله ښایي د افغانستان تر لس سلنه ډېر خلک د سږکال تر پایه له روغتیایي خدماتو بې‌برخې شي.

افغانستان چې ۴۵ میلیونه نفوس لري او له کلونو راهیسې پر نړیوالو مرستو متکي دی، دا مهال د بشري بحران له پلوه په نړۍ کې دوهم ستر هیواد دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امریکا له خوا د روان کال په پیل کې د مالي ملاتړ له بندېدا وروسته، شاوخوا درې میلیونه کسان روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي بې‌برخې شوي، ځکه چې تر ۳۶۴ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي، او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ کال تر درېیمې ربعې پورې ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان استازی، اېډوین سنیزا سالوادور، فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل: « که دا مرکزونه بند شي، نو له ټولټال ۱٬۰۶۸ روغتیایي مرکزونو څخه به تر نیمایي ډېر یې وتړل شي، چې معنا دا ده چې ښایي دوه یا درې میلیونه نور کسان هم له خدماتو محروم شي.»

سالوادور زیاته کړه:«کله چې مالي ملاتړ بند شو، اوسنیو مرستندویانو هڅه وکړه چې تشه ډکه کړي، خو د امریکا د مالي ملاتړ کچه دومره لوړه وه چې دغه تشه لا هم جدي ده.»

د افغانستان وران روغتیایي سیسټم چې د لسیزو جګړو له امله سخت کمزوری شوی، د نوزیږدو ماشومانو او میندو د مړینې تر ټولو لوړ نړیوال نرخونه لري.

د نړیوالو بشري مرستو وضعیت هغه وخت لا خراب شو چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د روان کال په پیل کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د ختمولو او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د وتلو امر وکړ.

د ترامپ ادارې د USAID له خوا تمویلېدونکي ۸۳ سلنه بشري پروګرامونه لغوه کړل. دې ادارې په کال کې ۴۲.۸ میلیارد ډالري بودیجه لرله، چې د ټولو نړیوالو بشري مرستو ۴۲ سلنه یې جوړوله.

سالوادور وویل: « روغتیايي سیسټم له وړاندې ډېر نازک و، او اوس چې کوم سیستم پاتې دی، هڅه کوي تر وسه وسه کار وکړي، خو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. که موږ په ګډه د دې تشې د ډکولو لپاره کار ونه کړو، نو زه ویره لرم چې حالت به لا خراب شي.»

هغه دا هم وویل چې د ډینګي، ملریا او نري رنځ (توبرکلوز) په څېر ناروغیو د خپریدو خطر ډېرېږي، او د واکسیناسیون کچه به راټیټه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې په افغانستان کې د ماشومانو واکسینپراخ کړي، تر څو پولیو یا ګوزڼ له منځه یوسي. دا ناروغي اوس یوازې په دوو هېوادونو کې پاتې ده: افغانستان او ګاونډي یې پاکستان.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی مأموریت (UNAMA) هم دا میاشت له نړیوالو مرسته‌کوونکو غوښتي چې سږ کال دې د هغو ۲۲.۹ میلیونه افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) له مخې، ۸۵ سلنه افغانان د ورځې تر یو ډالر کم عاید لري.

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
طالبان
تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
پولیو
سبا په ټول افغانستان کې د پولیو واکسینو کمپاین پیلږي

ملګرو ملتونه
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
جاپان
جاپان د پولیو پرضد د مبارزې له کمپاین سره مالي مرسته وکړه
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
طالبان
په 18 ولایتونو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
هندوستان
هند او افغانستان د درملو 100 میلیون ډالري موافقه لاسلیک کړه
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
پولیو
د ګوزڼ ( پولیو) واکسین نن په 17 ولایتونو کې پیلېږي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

په کندهار کې 400 بستریز روغتون جوړیږی
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

ترکمنستان چمتو دی افغانستان ته درمل او طبي وسایل صادر کړي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

د شري ناروغۍ پیښې په افغانستان کې بې سارې دي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

روغتیايي سکتور سره د اروپايي اتحادیه 97 میلیون ډیورویی مرسته
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

په ایران کی د نري رنځ 25 سلنه ناروغان افغان کډوال دي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

یو کال کی 51 زره زیات افغانان په توبرکلوز اخته شوي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

په افغانستان کې د شري ویروس د بیا خپرېدو خطر شته
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
سبا په ټول افغانستان کې د پولیو واکسینو کمپاین پیلږي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
10٪ افغانان به سږ له روغتیايي خدماتو بې برخې شي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press