google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوي
انصار: ( د وري۲۲مه)،د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس د وحشي ډول مثبتې پېښې زیاتې شوي دي. د دې سازمان بیړنۍ کمیټې د پولیو ویروس په اړه له خپلې ۴۱مه ناستې وروسته پرون پنجشنبې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي، په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ویروس د وحشي ډول مثبتې پېښې څلور برابره په افغانستان او دولس برابره په پاکستان کې زیاتې شوي دي. د اعلامیې له مخې، په تیر۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو وحشي ډول ټولټال ۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې درې يې په افغانستان او ۳۶ يې په پاکستان کې وې. په اعلامیه کې تیرکال د افغانستان جنوبي ولایتونه او د پاکستان خیبرپښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو هغه سیمې یاد شوي چې د پولیو ویروس له جدي ګواښ سره مخ وې. د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو لپاره د کور په کور واکسین د کمپاین پر نشتون هم انديښنه ښودل ده. د دې سازمان په ټکو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغان کډوالو تګ راتګ د پولیو ویرووس د خپریدو یو عمده لامل دی. د طالبانو حکومت د روغتیا نړیول سازمان نویو شمیرو ته غبرګون ښودلی نه دی. پولیو یا ګوزڼ هغه ویروسي ناروغي ده چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي. دا وېروس د انسان رګونو ته له ننوتو وروسته په څو ساعتونو کې په بشپړه توګه د ماشوم فلج کېدو لامل کېدای شي. د پولیو ویروس د ماشومانو د فلج سربیره د مرګ سبب هم کیږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





