google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
افغانستان کې د زړه د ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی
انصار: (د تله ۱۰مه)، د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې ورځ تر بلې د قلبي ناروغانو شمېر مخ پر زياتېدو دی. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امر په یو ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې په نړۍ او افغانستان کې د قلبي یا زړه پر ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. نوموړي د زړه ناروغۍ د زیاتېدو لامل د ورځني ژوند د لارو چارو بدلون بللی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، د وړم کال په پرتله تېر کال د زړه د ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د نوموړي په وینا په ۲۰۲۲ کې له دوی سره ۴۸۰۰۰ قلبي ناروغان ثبت شوي وو چې په خبره یې په ۲۰۲۳ کال کې ۵۵ زره هېوادوال د زړه پر ناروغیو اخته شوي دي. عامې روغتیا وزارت د وقایوي تدابیرو لپاره ددې وزارت د لارښوونو د عملي کېدو غوښتنه کړې ده. روغتیاپالان وايي، ددې لپاره چې خلک د زړه پر ناروغۍ اخته نه شي باید د ډېرو خوږو، مالګې، غوړیو، سرو شویو خوراکونو څخه ډډه وکړي. هره ورځ زیاتې اوبه وڅښي او منظم ورزش وکړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





