google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په افغانستان کې تېر کال د توبرکلوز 80 زره پېښې ثبت شوي
انصار: ( د وری6مه)، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وايي، تېر میلادي کال په افغانستان کې د نري رنځ یا توبرکلوز ۸۰ زره پېښې ثبت شوي دي. دغې ادارې پرون د مارچ د ۲۴مې یا د نري رنځ په وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اکس شبکه یوه معلوماتي ویډیو خپره کړې. متخصص ډاکتر نور اغا زاهد په دې ویډیو کې ویلي: نری رنځ پر دوو برخو وېشل شویی چې یو د سږو نری رنځ دی او بل له سږو دباندې. موږ زیات تاکید د سږو پر نري رنځ کوو چې ناروغان پرله پسې ټوخی لري له بلغم سره. اکثره ناروغان اشتها نه لري، وزن یې کمېږي، مهمه نښه یې دا ده چې دشپې له خوا په یخه هوا کې ناروغ خوله کوي. د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې پرون تر دې مخکې د تېر کال پر مهال په افغانستان کې د نري رنځ د ۵۰زره پېښو د ثبت خبر ورکړی او وايي دغه ناروغي هر کال په افغانستان کې د زرګونو کسانو د مړینې سبب کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وايي په افغانستان کې یې د نري رنځ د تشخیص ۳۰۰۰ مرکزونه فعال دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





