google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
روغتیایي سیستم باید اصلاح او د سرطان د درملنې جوګه شي
انصار: (د سلواغی ۱۴ مه) د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د هېواد له يو شمېر ډاکټرانو او متخصصينو سره په کتنه کې، ويلي چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري. هغه زياته کړې چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري څو وکولاي شي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سرطان په څېر د لا علاجه ناروغيو په برخه کې د هېوادوالو اړتياوو ته ځواب ووايي. د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی په روغتیایي برخه کې د پراخو ستونزو خبر ورکوي او د پرځیدلي جمهوري نظام چارواکي له پراخو نړیوالو مرستو سره- سره په دې برخه کې په ناغېړۍ او نه کار تورنوي. دوی د روغتیایي سیستم د اصلاح لپاره د جدي هڅو ادعا کوي، خو منتقدان یې باور لري چې روغتیایي سیستم او نورې مسلکي برخې د طالبانو لخوا د ګومارل شویو ملایانو په وسیله نه؛ بلکې د مسلکي کادرونو په وجود کې ترسره کېدای شی. له دې سره هم مهاله، په پرله پسې ډول د نړیوالو مرستو د ورځ تر بلې کمیدو له امله د افغانستان له بېلابېلو سیمو د روغتیایي امکاتاتو او خدمتونو د کمزورۍ خبرونه ورکول کیږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





