google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان په 20 ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل
انصار: (د مرغومی څلورمه)، له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام مسوولین وایي چې نن په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر ضد د کمپاین لړۍ پراخیږي. سرچینې د دغه کمپاین سیمې ۲۰ ولایتونه ښودلی او ویلي چې لا له وړاندې په ځینو ولایتونو کې دا کمپاین پیل شوی. روغتیا پالانو له خلکو غوښتي چې له پنځه کلنۍ څخه خپل کم عمره ماشومان د دغه کمپاین پر مهال واکسین او له ګوزڼ ناروغۍ څخه وژغوري. د پوليو د له منځه وړلو کمېټې له ۳۷مې بېړنۍ ناستې وروسته د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۲۲مه په يوه اعلاميه کې وويل، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د چاپېريال ۴۶ مثبتې نمونې ثبت شوي چې ډېرې يې په ننګرهار او کونړ کې وې، خو په دې وروستيو کې د چاپېريال مثبتې نمونې په کابل، زابل، کندهار او بلخ کې ولايتونو کې هم ثبت شوي دي. د راپورونو له مخې، دا مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو مثبتې پېښې په کې شته، چې له دې جملې څخه یوازې سږ کال د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





