google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان روغتیایي سکتور سره د جاپان نژدې 7 میلیونه ډالرو مرسته
انصار: (د لیندی ۲۷مه)، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې جاپان د افغانستان له روغتیايي سیکتور سره ۶ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده. دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جاپان دا پیسې په افغانستان کې انتاني او میکروبي ناروغیو ته ځانګړي کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دغو مرستو هدف په ساري ناروغیو اخته کسانوته د ښهو خدمتونو وړاندې کول، د ساري ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره د لابراتوارونو په برخه کې مرسته، د افغان- جاپان د ساري ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتاني د ملي روغتون د کاري ظرفیت په اړه ډاډ ترلاسه کول دي. کابو یوه میاشت وړاندې اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د دې هیواد د روغتیايي خدماتو د ښه کېدو لپاره لس ملیون یورو مرسته کړې وه. د افغانستان روغتیایي سکتور د جمهوري نظام له پرځېدو او د نړیوالو مرستو له کمښت وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوی. طالب چارواکي په دې برخه کې نړیوال مرستندویان له افغانستان سره د مرستو په سیاسي کولو تورنوي او ترې غواړي چې دوی سره د اړیکو له پام کې نیولو پرته باید افغانانو سره هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





