زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-16  |  2024-04-25  |  تازه شوی په: 2024/04/25 - 05:07:0 FA | AR | PS | EN
افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي             د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو             افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې             ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې             د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی             ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل             پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر             د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي             د اسراییل او ایران لخوا یو بل ته د ناندریو د دوام په صورت کې د نورو بریدونو ګواښونه            

تاريخ النشر: 2021/05/22 - 11:04:4
زيارة: 1294
مشاركة مع الـأصدقاء

سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه

افغان رپ سندر غاړې سنیتا علیزاده، چې په امریکا کې د کډوالۍ عمر تېروي؛ د فرانسې د سولې نوښت د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د آزادۍ جایزه وګټله.

دا د آزادۍ د ښوونیز نوښت جایزه ده، چې موخه یې د آزادۍ، سولې او بشري حقونو د پوهاوي لوړول دي.

د نړله ۵۰۰۰ ډېرو ځوانانو ۲۵ کلنې سونیتا علیزاده ته د بشري حقونو د هڅو او د جبري ودونو پروړاندې د مبارزه لپاره هغې ته رایه ورکړې ده.

د فرانسې د نورماندي بنسټ د سولې نوښت دا د ۲۵۰۰۰ یورو جایزه هغو سندر غاړیو ته، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو تر منځ وي او د آزادۍ لپاره مبارزه کوي؛ ورکول کیږي.

سونیتا علیزاده په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پر مهال زیږیدلې؛ په نهه کلنۍ کې یې مور او پلار غوښتل هغه د ناوې په توګه وپلوري؛ خو د جګړې له کبله یې کورنۍ ایران ته کډه شوه او د هغې د واده پلان هم ورسره له منځه ولاړ.

په ایران کې یوې نادولتي موسسې نوموړې ته د زدکړې زمینه برابره کړه. هغه په تهران کې د یوې امریکایي رپ سندرغاړې د سندرې "امینم" له غږ اورېدو سره د رپ مینواله شوه او د ژوندانه د کیسې پر ویلو رپ لیکلو یې پیل وکړ؛ او د ټولې نړۍ د میلیونونو ماشومانو د جبري ودونو ناخوالې یې وړاندې او په کې راونغاړلې.

د هغې لومړۍ سندره "د پلورونکې ناوې" د نړۍ پاملرنه ځانته راواړوله کړه.

شوې دغې افغان کډوالې، چې امریکا ته کډه کړې؛ اوس د بشر حقونو په څانګه کې د وکیل کیدو لپاره زدکړې کوي. هغه هیله لري، چې یوه ورځ بېرته افغانستان ته راستنه شي او د جبري ودونو د مخنیوي لپاره ټینګه مبارزه وکړي.

د آزادۍ جایزه یو ښوونیز نوښت دی، چې موخه یې د آزادۍ، سولې او بشري حقونو د هغو ارزښتونو د پوهاوي لوړول دي، چې د نازیانو پر وړاندې له دوه یمې نړیوالې جګړې راوتلي وه.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/22459






*
*

*



قرأ

هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان