زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-09-18  |  2024-03-28  |  تازه شوی په: 2024/03/28 - 03:20:5 FA | AR | PS | EN
د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»             له اوږدې مودې راهیسې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د احتمال په اړه اندېښنمن یوو             په بلخ کې ۲۰۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه             د مسکو ترهګریز برید سخت دریځو اسلامپالو کړی             اسپانیا د افغانستان سره یو میلیون یورو مرسته وکړه             په افغانستان کې تېر کال د توبرکلوز ۸۰ زره پېښې ثبت شوي             غزه کې د ملګرو ملتونو د وژل شویو کارمنانو شمېر له ۱۵۰ تنو اوښتی             پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق بیا پور اخلي             غزه؛ د عمده روغتون په شا و خوا کې پرون هم جګړې وې             د روسیی په تروریستی پېښه کې نژدې ۶۰ کسان وژل شوي، له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي             اذربایجان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دی             لاهم ناوخته نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي             پاکستان دې نور موږ سره زور ازمایي نه کوي             د طالبانو حکومت له اروپايي هېوادونو سره ښې اړیکې او تعامل غواړي             د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو            

تاريخ النشر: 2021/01/08 - 15:00:0
زيارة: 843
مشاركة مع الـأصدقاء

فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر د ټرمپ حسابونه تړلي

د خواله رسنیو مشهورو اپلیکشنو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حسابونه لږ تر لږه د راتلونکو دوه اونیو لپاره ځنډولي دي.

دا پریکړه په داسې حال کې وشوه چې ټرمپ تېره شپه د امریکا کانګرس ته په زور ننوتونکي لاریونوال وستایل او د خواله رسنیو له لارې یې ورته «تاسو سره مینه لرم» لیکلي وو.

ټرمپ چې د امریکا په ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته تل دغه ټاکنې د درغلۍ څخه ډکې یادوي، ټویټر یې له خبر سره سم ځانګړي معلومات هم خپروي چې د ټرمپ خبره هیڅ ثبوت نه لري.

ډونالډ چې پر کانګرس یې د خپلو پلویانو په زور ننوتل وستایل او د ویدیو له لارې یې هغوی ته پيغام ورکړ، ټویټر یې دغه ویدیو له هر ډول خوښولو، تبصرې او خپرولو څخه وتړله.

ټویټر وایي د ټرمپ درې ټویټونه چې زموږ د پالیسۍ مخالف دي لرې کړې دي، په وینا یې تر هغې به د ټرمپ حساب ځنډیدلی وي تر څو دغه درې ټویټونه پاک نه کړي.

بل لوري ته د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ هم ویلي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي په خاطر یې د ولسمشر ټرمپ د فیسبوک او انسټاګرام حسابونه لږ تر لږه د دوه اونیو لپاره تړلي دي.

د فیسبوک دغې پریکړې چې د ټرمپ حساب یې ځنډولی خلک حیران کړي دي، دا په داسې حال کې چې ټرمپ په ولسمشریزه ماڼې کې خپلې وروستۍ شپې شماري او د جنوري په ۲۰مه نېټه به نوي ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته بشپړ واک وسپارل شي.

فیسبوک وایي د ولسمشر ټرمپ حساب به تر هغې تړلی وي تر څو د ولسمشریزې واک په سوله ییزه توګه جو بایډن ته وسپارل شي.

فیسبوک ددې لپاره چې په نږدې راتلونکې کې به د جو بایډن او د کانګرس ادارې سره معامله پېل کړي د ټرمپ پر پوسټونو چټک غبرګون ښودلی دی، دوی غواړي د نوې ادارې سره د سوداګرۍ مقررات پلي کړي.

باید وویل شي چې د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ پلویان د جو بایډن پر اداره کانګرس په داسې حال کې په زور ورننوتل چې هلته غونډه روانه وه، او په ترڅ کې یې ۴ کسان مړه او یو شمېر نور ټپيان شول.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21831






*
*

*



قرأ

چینایي مریخ ته تلونکې بېړۍ پر سرې سپوږمکۍ خپل ماموریت پیل کړ


د واټس اپ نوې پالیسي، که یې ونه منئ خپل اکاونټ به له لاسه ورکړئ





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان