زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-15  |  2024-04-24  |  تازه شوی په: 2024/04/24 - 05:32:5 FA | AR | PS | EN
ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي             د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو             افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې             ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې             د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی             ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل             پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر             د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي             د اسراییل او ایران لخوا یو بل ته د ناندریو د دوام په صورت کې د نورو بریدونو ګواښونه             جرمني له چین څخه غوښتي چې روسیه د اوکراین جګړې ختمولو ته وهڅوي             کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي            

تاريخ النشر: 2021/01/08 - 14:53:0
زيارة: 792
مشاركة مع الـأصدقاء

د انګلستان فوټبال پریمیئر لیګ ۴۰ لوبغاړي په کرونا اخته شوي

په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس له ساري ناروغۍ سربېره د فوټبال کلبي سیالۍ روانې دي، د انګلستان پریمیئر لیګ د ۴۰ لوبغاړو او کارکوونکو کرونا معاینات مثبت ختلي دي.

د پریمیئر لیګ ادارې ویلي، وروسته له هغه چې په تېره اونۍ کې مو د ۲۲۹۵ لوبغاړو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ معاینات ترسره کړل معلومه شوه ۴۰ لوبغاړو او کارکوونکو کې دغه ناروغي موندل شوې ده.

دا د تیرې اونۍ په پرتله دوه چنده شمېره ده چې د راپورونو له مخې مخکې اونۍ ۱۸ کسانو کې دغه ناروغي موندل شوې وه.

له ۲۸ دیسمبر تر ۳۱ پورې په ۲۸ کسانو کې، او له ۱ جنوري څخه تر ۳ جنوري پورې په نورو ۱۲ کسانو کې د کوویډ-۱۹ ناروغي موندل شوې ده.

راپور کې ویل شوي، په پریمیئر لیګ کې د زیاتو پېښو رامنځته کېدل د زیاتو معایناتو ترسره کېدو له امله دي. تېره اونۍ له شاوخوا ۱۵ سوه معایناتو څخه ۱۸ مثبتې پېښې او یاده اونۍ له ۲۳ سوه معایناتو څخه ۴۰ مثبتې پېښې راغلې دي.

دا په داسې حال کې چې په انګلستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په چټکۍ خپریږي او په تېرو څلورویشت ساعتونو کې له ۶۰ زرو زیات کسان پرې اخته شوي دي.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې په انګلستان کې د کرونا دوهم نسل خپور شوی چې د چارواکو په وینا د تېر په پرتله ۷۰ سلنه چټک خپریدونکی دی.

تر دې دمه د کرونا ویروس له کبله د پریمیئر لیګ ۴ لوبې لغوه شوي دي چې په نږدې راتلونکې کې د نورو لوبو لغوه کېدو ویره هم لیدل کیږي.

که څه هم د فوټبال په نوره نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې کمې لیدل کیږي، د پریمیئر لیګ ادارې هم پریکړه کړې یادو سیالیو ته دوام ورکړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21828


الكلمات:






*
*

*



قرأ

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي


سن رایزر حیدراباد ټیم د نړۍ دویم لوی هدف ورکړ


کلکتې لوبډلې د مجیب‌الرحمن پر ځای الله محمد غضنفر اخیستی


د افغانستان او ایرلنډ ټېسټ کرېکټ لوبه نن پیلیژی


افغانستان او سریلانکا نن دویمه لوبه کوي


افغانستان او هند نن دویمه شل اوریزه لوبه کوي


افغان لوبډله نن ماښام له هند سره لوبه کوي


د کرکټ لوبډلې د روزونکي تړون وغځول شو


’شاهرخ‌ خان’ رحمان الله ګوربز ته: د نړیوال جام لوبو کې یې پر لیدو خوښ یم


افغان کرکټ لوبډله نن نړیوال جام کې هالنډ سره لوبیږي


په نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره باید څه وشي؟


نن د افغانستان او سریلانکان ترمنځ تمریناتي لوبه ترسره کېږي


د افغان ښځو والیبال لوبډله له قزاقستان سره لوبه کوي


د کرکټ ملي لوبډله هند ته ورسېده


محمدخالد هوتک په اسیايي سیالیو کې پرون خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه


افغان کرېکټ بورډ د چين اسیايي لوبو ته افغان لوبډلې ته د ’افغان ابدالیان لوبډلې’ نوم ورکړی دی


پاکستان د اسیا جام له سیالیو بهر شو


افغانستان نړیوال جام ته؛ د نوین الحق اوعمرزی په شتون ځی


د هند تاریخی بریا د پاکستان په مقابل کی


افغان لوبغاړي حقپرست پر خپل امریکایی سیال بری ترلاسه کړ


د کرکټ ستوری راشدخان د نړۍ مشرانو ته! زما هېواد له ناورین سره مخ دی، یوازې مو مه پرېږدۍ


کرکټ: اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې شهیدي وټاکل شو


ته د ټول افغانستان ویاړ او د نوي نسل استازی یې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان