google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې                 U.S                 Afghanistan                 Iran                 International                                
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
2026/07/01-02:45

انصارپرس: (د سرطان10مه)، د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی، چې په پکتیا ولایت کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د هوایي بریدونو د راپورونو وروسته، د ټپیانو د درملنې د چټکولو لپاره د بیړنیو طبي مرستو بارونه د ولایت روغتیايي مرکزونو ته لېږل شوي دي.

سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې

بشري سازمان ویلي چې طبي مرستې د پکتیا ولایتي روغتون، د څمکني ولسوالۍ روغتون او یو شمېر نورو طبي مرکزونو ته لېږدول شوي او د ټپیانو د درملنې لپاره به د ا.ا د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ کې ووېشل شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، د دې اقدام هدف د وروستیو پېښو څخه اغېزمنو شویو کسانو روغتیایی اړتیاوو ته سمدلاسه ځواب ویل دي. سازمان د دې مرستې د لېږد د پروسې انځورونه هم خپاره کړي دي.

په ورته وخت کې، پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دوی په خپله خاوره کې د بریدونو په ځواب کې د افغانستان دننه د وسله‌والو ډلو ځایونه په نښه کړي دي. له دې سره، د طالبانو چارواکو دا بریدونه د ملکي وګړو لپاره وژونکي بللي او د ملکي تلفاتو راپور یې ورکړی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ د وروستي زیاتوالي وروسته، په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت کړکیچن شوی دی. ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې د اغېزمنو سیمو ځینې اوسېدونکي بې ځایه شوي دي او د مرستې ټیمونه د دوی سمدستي اړتیاوې ارزوي او د هغوی لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوي.

 

#افغانستان                #طالبان                #سره صلیب                #پاکستان               
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
U.S
Afghanistan
Iran
International
Social
Economic
Articles
Athletic
Read
Science
Medical
Interview
Art and Culture
Travel
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې
          
@ 2025 Ansar Press
سره صلیب پکتیا ته د ټپیانو د درملنې لپاره بیړنۍ مرستې واستولې