google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
انصارپرس: ( د سرطان11مه)، په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدو په دوام، تازه د دغه هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت ویلي، هلته یوازې په تېره جون میاشت کې 108 وسلهوال بریدونه شوي چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د دغه انستیتوت په راپور کې ویل شوي چې تېره جون میاشت په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو له امله د پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون 78 کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې چې په دې موده کې د وسلهوالو بریدونو ترڅنګ د انسانتښتونې 27 پېښې هم ثبت شوې دي. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت همداراز ویلي چې تېره جون میاشت په دغه هېواد کې د موټربم په ګډون څلور لوی بریدونه هم شوي چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي. د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې امنیتي پېښې، وسلهوالې نښتې او زورورې چاودنې په بېسارې توګه زیاتې شوې دي. بلخوا پاکستاني چارواکو بار بار هلته د ناامنۍ ستر لاملونه د پاکستاني حکومت پالیسي بللې او غوښتنه یې کړې ده چې د پاکستان اوسنی حکومت باید خپله پالیسي تغییر کړي.
|
|
|
U.S
Afghanistan
Iran
International
Social
Economic
Articles |
Athletic
Read
Science
Medical
Interview
Art and Culture
Travel |
|





