google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي                 U.S                 Afghanistan                 Iran                 International                                
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
2026/07/02-04:50

انصارپرس: ( د سرطان11مه)، په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدو په دوام، تازه د دغه هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت ویلي، هلته یوازې په تېره جون میاشت کې 108 وسله‌وال بریدونه شوي چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.

پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي

د دغه انستیتوت په راپور کې ویل شوي چې تېره جون میاشت په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو له امله د پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون 78 کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې چې په دې موده کې د وسله‌والو بریدونو ترڅنګ د انسان‌تښتونې 27 پېښې هم ثبت شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت همداراز ویلي چې تېره جون میاشت په دغه هېواد کې د موټربم په ګډون څلور لوی بریدونه هم شوي چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې امنیتي پېښې، وسله‌والې نښتې او زورورې چاودنې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

بلخوا پاکستاني چارواکو بار بار هلته د ناامنۍ ستر لاملونه د پاکستاني حکومت پالیسي بللې او غوښتنه یې کړې ده چې د پاکستان اوسنی حکومت باید خپله پالیسي تغییر کړي.

 

#پاکستان                #ناامنی                #ملکی وګړی               
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
U.S
Afghanistan
Iran
International
Social
Economic
Articles
Athletic
Read
Science
Medical
Interview
Art and Culture
Travel
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي
          
@ 2025 Ansar Press
پاکستان کې یوازې په جون میاشت کې نږدې 80 کسان وژل شوي