متن کامل سخنرانی رییس جمهور حامد کرزی در مراسم خداحافظی با کارکنان خدمات ملکی افغانستان
بسم الله الرحمن الرحیم
والصلوات و السلام علی خاتم النبیین،
معاون صاحب اول ریاست جمهوری برادر عزیز ما محترم قانونی صاحب، معاون صاحب دوم ریاست جمهوری برادر عزیز ما محترم خلیلی صاحب، لوی څارنوال صاحب، مشاور صاحب امنیت ملی، رئیس صاحب امنیت ملی، رئیس صاحب دفتر و از همه مهمتر امروز جناب محترم مشاهد صاحب رئیس کمیسیون خدمات ملکی و اصلاحات اداری افغانستان و تمام بزرگان و حاضرین مجلس، خواهران و برادران عزیز! رئیس صاحب بانک، شاروال صاحب کابل، والی صاحب کابل، وزیر صاحب تحصیلات عالی و به همه سلام و بسیار خوش آمدید میگویم.
دولس کاله دمخه دیارلس کاله دمخه کله چې زه د بن په غونډه کې د هغې غونډې د حاضرینو لخوا د مؤقتې ادارې درییس په توګه و ټاکل شوم چې د بن په غونډه کې په دې هکله یو ډیر مهم نقش او اساسی نقش زمونږ د ګران ورور محترم قانونی صاحب ؤ او دوی هم ماته رایه راکړه او زه یې د رییس په توګه وټاکلم زه د قندهار د شاه ولی کوټ په ولسوالۍ کې وم او دا یوه عجیبه ورځ هم وه.
په دې ورځ زمونږ پر ملګرو او مجاهدینو د امریکایانو یو بم هم نښتی ؤ ناڅاپی بم ؤ البته، ډیر په کې ژوبل وو زخمیان وو زه په خپله زخمی وم، نوولاړو هلته دیوې غونډی او غره شاته پانسمان مې کاوه، چې تیلفون راغی د بیبی سی چې ته ( دمؤقتې ادارې درییس په توګه ) ټاکل شوی یې.
البتهتر هغه د مخه خبر وم، هم قانونی صیب هم استاد شهید، زمونږد سولې شهید استاد ربانی صیب او زما ورور هم او نورو هم اطلاع راکړې وه چې پر دې بحث دی په اغلب ګمان چې ته به ټاکل کیږی، خو په دغه ورځ بیا تیلفون راغی او زه وټاکل شوم.
دوې ورځې وروسته راغلم کندهار ته او په کندهارکې مو ترتیبات نیول چې کابل ته راشم، وسایل مو نه درلودل خپل ترتیبات مو نه درلودل، ټول شیان د انتقال او د راتلو مو د امریکایانو په لاس کې وو، خو تصامیم مو خپل ول چې څه به کوو، د قوم مشران سپین ګیری ډیر راسره ناست وو، چا پیشنهاد وکړ چې سبا له خیره ځی کابل ته ته له ځان سره د کندهار څخه او ددې سیمې څخه د جنوب غرب څه مسلح افراد اومجاهدین او ملګری بوځه.
چا ویل دوه زره بوځه چا ویل زر بوځه چا ویل پنځه سوه بوځه، نوما دې مجلس ته پیشنهاد وکړ چې آیا د ا به ښه وی چې زه کابل ته چې د افغانستان پایتخت دی یواځې لاړ شم او هیڅ څوک را سره نه وی؟ هیڅ مسلح فرد راسره نه وی؟، هیڅ ټوپک په لاس راسره نه وی، هیڅ محافظ را سره نه وی؟
په مجلس کې بحث شروع شو او بالاخره د ټولو مشرانو دا راسره فیصله شوه چې دا بهترینه فیصله ده چې مطلق یواځې لاړ شی او یو مسلح سړی هم در سره نه وی، او یو محافظ هم در سره نه وی.
زما دلیل دا ؤ هغه څوک چې په کندهار کې زما محافظت کوی او هغه څوک چې به سبا په کابل کې زما محافظت کوی چې زه یې شخصاً پیژنم که یې نه پیژنم، دواړه ددې خاورې دی، دواړه افغانان دی او دواړه زمونږ دټولو ورونه دی چې دوی مې ساتی هغه مې هم په کابل کې ساتی.
د شپې راغلم د بګرام هوایی ډګرته، طیاره د امریکایانو ښکته شوه مونږ په کې وو نو مارشال صیب او قانونی صایب او نورورونه ټول راته ولاړ وو استقبال یې کړم او رایې وستلم مخامخ ارګ ته او دلته زما محافظین ټول زمونږ د پنجشیر وطنداران اوورونه وو او ډیر په عزت او په حرمت او جان فشانی یې زما ساتنه وکړه.
زه فکر کوم چې زماتر ټولو مهمه او ښه فیصله داوه چې زه کابل ته د رییس جمهور په توګه مطلق یواځې راغلم او زما محافظت د دولت منصوبینو کاوه نه شخصی محافظینو.
او بیا مو کرارکراراساس کیښود د افغانستان د ریاست جمهوری د محافظتی قوې، چې نن الحمد لله یو ډیره پیاوړې قوه ده، دلته ځوانان ولاړ دی، ډیره پیاوړې قوه ده، ډیره روزلې، ډیره زبردسته او ډیره ټیڼګه.
کله چې ډاکټر صیب اشرف غنی او ډاکتر صیب عبدالله په خپلو کې سره جوړ شول او کمیسیون اعلان د انتخاباتو وکړ یو ورور جمهوررییس وټاکل شو، بل رییس د اجرایی وټاکل شو، نوما فوراً زنګ ووهی ډاکتر اشرف غنی احمد زی ته چې وروره د ریاست جمهوری دستګاه او ارګ درته تیار دی خدای دې راوله.
پرون ماښام مو په عزت او په درنښت خپل دفتری او د ریاست جمهوری کور ته مېلمه کړ او راغی پرون ماښام د نمبر۲ الحاقې ته هلته اوسېږی زه به انشا الله تعالی د ریاست جمهوری کور پنجشنبې ته، جمعې ته ورته خالی کړم او بیا به ده ته ترمیم شی او جوړ شی او دی به پکښې ځای پر ځای شی. محافظتی دستګاه یې ټوله هغه دستګاه شوه، چې دلته له ماسره خدمت کوی او هغه کسان ور سره په خدمت کې دی سره د تشریفاتو او سره د نورې ادارې، داکتر صیب عبد الله ته مې ټیلیفون وکړ، چې وروره ستا لپاره امنیتی ترتیبات زیاتوو؛ نور څه وکړو هغه په پنجشېر کې وو نن راځی مازدیګر به خبرې ورسره وکړم او ترتیبات به د افغانستان حکومت هغه ته نیسی، دا زما شخصی ترتیبات ندی، چې دوی ته یې نیسم.
اینها ترتیبات نظام و ترتیبات دولت است که برای اینها گرفته میشود. این داستان را بخاطری برای شما عرض کردم که مطلب خود را برسانیم. آن اینست که در حضور شما خواهران و برادران افغانستان امروز همه ما حاضرین مجلس از محافظین ریاست جمهوری تا دستگاه دولت و حکومت، افغانستان صاحب نظام دولتی است. حکومت دارد، نظام دارد و دستگاه حکومتی و دولتی در هر ساحه کار دارد. پس برای ما و برای کشور ما اساس دولت قوی و مسبوط و بالاخره خود کفا و به پای خود ایستاده، حرفهای مرا متوجه باشید خواهران و برادران!
اساس دولت قوی و مسبوط امروز و بالاخره انشأ الله زود به پای خود ایستاده و از جیب خود خرج خود را پرداخته تنها و تنها از راه یک اداره قوی در کشور ما ممکن است که امروز به یک قسمت آن رسیده ایم.
آرزوی ما این بود که اداره ما بسیار مسبوطتر باشد، ما بسیار کوشش کردیم، برادرانی که اینجا تشریف دارند، معاون صاحبان ما و اراکین دولتی و حکومتی، اینها میدانند که تقریباً در هر مجلس کابینه به اعضای کابینه، اعضای حکومت و خصوصاً کمیسیون خدمات ملکی و اصلاحات اداری این را گفته ام که ادارۀ مستقل خدمات ملکی با مصوونیت و قوانین و سیستم مقرری و ترفیع و تقاعد و از همه شان، افغانستان را محکم میسازد.
به داکتر صاحب مشاهد عرض کرده ام که برادر در اموراتت مطلق خودمختار هستی، از هیچ مرجع حکومتی هدایت پذیر نباش! به شمول دفتر ریاست جمهوری. هیچ زمانی و هیچگاهی به هیچ وزیر افغانستان در همین دوازده، سیزده سال نگفته ام که کی را رئیس و کی را معین مقرر کن. هیچ زمانی به داکتر صاحب مشاهد نگفته ام که کی را از طریق امتحان مقرر کردهای و چرا و چطور مقرر کردی. کاغذی را که داکتر صاحب مشاهد برایم روان کرده، رئیس صاحب اداری ما اینجا تشریف دارند، هر روز کاغذهای اینها پیش من میآید و من نادیده امضأ میکردم، حقیقتاً یگانه چیزی را که نادیده امضأ میکردم، کاغذ خدمات ملکی و مقرریهای آن بود، چون مسوولیت اش پیش اینها و دستگاه اینها است. هیچ زمانی طی سیزده سال نگفته ام که کی را رئیس و کی را معین مقرر کنید و یا در کجا مقرر کنید. هیچ ولسوالی از طریق امر مستقیم من مقرر نشده است.
خدمات ملکی و اداره ارگانهای محلی با هم سنجیده اند از طریق اصولی که دارند، مقرریهای خود را کرده اند و من امضأ کردیم. معاون صاحبان محترمم هیچگاهی در مجلسی که ما نشسته ایم، درین موارد ملی و حکومتی صحبت کردیم، درین امور مداخله نکرده اند. هیچ وقتی برای قاضی القضات صاحب ستره محکمه افغانستان نگفته ام که کی را قاضی در کجا و یا چطور مقرر کن. در هیچ مقرری قضائی به غیر از ۹ عضو ستره محکمه دست نداشتیم. شورای عالی ستره محکمه تعیینات خود را کرده و زمانی که من نام شورای عالی ستره محکمه را دیده ام آنرا بدون اینکه من مشاهده کنم که کی و در کجا مقرر شده است، امضأ کرده ام.
اگر شکایتی آمده، به وزیر مربوطه، به قاضی القضات صاحب، به لوی څارنوال صاحب و به اداره ارگانهای محل و به داکتر صاحب مشاهد گفته ام که برادران! شکایت آمده راجع به فلانی مامور و کارمند شما، ببینید که شکایت راست است یا دروغ، اقدامات تانرا از طریق مراجع خود بکنید. این را بخاطری گفته ام که افغانستان صاحب اداره شود، این را بخاطری که در افغانستان اداره مورد مداخله سیاسیون و دولتمداران نباشد، این را بخاطری که اداره افغانستان در خدمت حکومت گماشته شدهای از جانب ملت افغانستان باشد.
سیزده سال شما بزرگان عزیز این دولت و این اداره را ساختید. امروز افغانستان اداره اش صد ها مرتبه بهتر از چیزیست که روز اول ما آمدیم و دیدیم. حقیقاً چیزی نبود. روزهای اول تا دو سه سال را خواهران و برادران عزیز! یک مکتوب ساده، یک نوشتهای سادهای به یک کلان یک کشور یک خط و نوشته ساده را هفده، هجده و یا بیست بار من خودم میدیدیم که تا بلاخره اصلاح و تایپ میشد. اگر متن اش اصلاح میشد، تایپ اش غلط میبود و اگر تایپ اش صحیح میشد، کاغذ اش قات میشد، مقصد یک خرابی داشت. تا که آهسته آهسته از هر لحاظ افغانستان و اداره اش جان گرفت، جان گرفت، جان گرفت، تا به امروز را که رئیس جمهور جدید چندین ساعت بعد از اینکه از طرف کمیسیون اعلان شد، تشریف آورد به ریاست جمهوری و دستگاه دولتی افغانستان در خدمت اش قرار گرفت، اتومات دستگاه دولتی افغانستان در خدمت اش قرار گرفت.
امنیت ملی کار خود را کرد، محافظت ریاست جمهوری کار خود را کرد، تشریفات کار خود را کرد، خارجه کار خود را کرد و دیگر ادارات کار خود را کرد. اداره امور و ریاست دفتر کار خود را کرد.
فردا بخیر، روز چهار شنبه، رئیس جمهور جدید و رئیس اجرائیه ما تشریف میآورند به مجلس کابینه و کابینه یک گزارش عمومی کاری خود را برایشان میدهد، بعد از آن وزیر صاحبان فعلی ما هر کدام شان به رئیس جمهور نو افغانستان گزارش کار خود را به نوبت تقدیم میکنند.
پس مجلس امروز را به دو هدف گرفته ام، یکی خدا حافظی با شما خواهران و برادران! که سیزده سال در ساختن این خاک، این کشور عزیز ما و در تهداب گذاری این نهادهای ما شما با من و معاون صاحبانم و وزیر صاحبان، قدم به قدم زحمت کشیده اید، قدم به قدم همراه و همکار بوده اید. عرق ریزی کردید، جگر خونی آمد، سختی آمد، مشکلات آمد ولی با هم کشور عزیز خود را امروز به جایی که هستیم رسانیدیم. فاصله بسیار زیادی را در پیشرو داریم تا بهتر شویم، فرسخها کیلومترها، صد ها کیلو متر شاید فاصله داریم تا به اداره مقصود و یک اداره کاملاً قوی و سالم برسیم. ولی تشکر از شما بزرگان عزیز میکنیم که هر قدم اش را با ما یکجا کوشش کردید و ما را درین کوشش تنها نگذاشتید، بلکه از ما کرده پیشتاز بوده اید و زحمات زیادتری را شما برای این اداره متحمل شده اید.
دلیل دومی که این مجلس را گرفته ایم، اینست که یاد آوری کنم به حکومت افغانستان، امروز به حکومت افغانستان، فردا که سیاسیون افغانستان، دولتمداران افغانستان در تقویت ادارهای که بوجود آمده کوشش کنند و اصلاحات اداره افغانستان را کمیسیونهای مختلف را به تقویت اش بپردازند و مقرریها و تعیینات از طرق مجراهای قانونی و دستگاههای دولت که به همین منظور در سیزده سال گذشته کوشش صورت گرفته و ایجاد شده است.
البته من بسیار کوشش کردم که یک سیستم دیگری در اداره ما رواج شود، سیستمی مثل خدمات ملکی هند که هر سال امتحان کانکوری گرفته شود و از طریق امتحان کانکور جوانان کشور شامل خدمات ملکی کشور شوند و همانطور ارتقا کرده بروند و بالا رفته بروند تا که برسند به درجات عالی خدمت و به تقاعد برسند و زندگی آرام خود را به پیش ببرند. موانع وجود داشته در کار ما، موانع خارجی و نبودن فهم درست در داخل اداره افغانستان، از چیزی که من میخواستم. موانع خارجی و نبودن فهم درست در داخل اداره افغانستان و چیزی که من میخواستم، ولی باز هم به جای که رسیدیم، فضل خداست و خوشحال و خشنود هستیم.
عزیزانو، افغانستان په تیرو ۱۴ کلونو کې نه یواځې په داخل کې د مملکت ډیر پرمختګونه وکړل په تعلیم، صحت،بازسازۍ کې... پد مطبوعاتو په آزادیو کې، چې موږ پرې خوشحال یو په هغه د افغانستان خارجی روابطوهم ډیر پرمختګ وکړ.
افغانستان نه یواځې، چې له غرب سره دوستی وکړه بلکې د خپل استقلال پالنه یې هم وکړه.
افغانستان نه یواځې، چې له دنیا څخه کمک راټول کړ بلکې دا کمک د دې سبب نشو، چې زموږ جرأت د استقلالیت او د خپل مستقلو اقداماتو کم شی. موږ که له یوې خوا امریکې سره عمیقه رابطه درلودله له بلې خوامو له چین سره هم ډیر زبردسته او عمیقه رابطه ایجاد کړه.
موږ له یوې خوا له غرب سره عمیقه را بطه درلودله له بلې خوا مو ګاونډی هیواد ایران هم په غیږ راسره نیولی وه او عمیقه رابطه مو ورسره ایجاد کړه. له روسیې سره په همدې ترتیب، زموږ له عربی هیوادونو سره په همدې ترتیب، له پاکستان سره مو ډیر کوښښ وکړ، چې وروسته ورته را ځم، له هندسرمو هم په همدې ترتیب او له ټولو هغو هیوادونو، چې له افغانستان سره یې مرسته کړیده مننه کوم.خصوصاًله هغو هیوادوسره، چې له افغانستان سره یې بې مطلبه دوستی وکړله. غربی هیوادونو خپل مطلب درلوده، امریکا او غربی هیوادونه خپل اهدافوته راغلی وو.خوځینې هیوادونه داسې وه، چې په زموږ کې یې کوم خاص اهداف نه درلودل او صرف یې زموږ دپالنې او ترقۍ لپاره له موږسره مرسته کړې ده.
په هغه هیوادونو کې یو ستر هیواد هند دی، په زرهاوو سکالرشیپونه یې دې خاورې ته ورکړل،تر دو میلیارده ډالرو زیاته مرسته یې را سره و کړه ډیره مننه کوم. بل هیواد چاپان دی ستره مرسته یې له افغانستان سره وکړه، چین هیواد ستره مرسته وکړه، ایران دی ستره مرسته یې راسره وکړه، ترکیه ده بهترینه مرسته یې را سره وکړه نورو ټول هیوادو نو مرسته راسره وکړه، سعودی عربستان، چې پاچایی خادمین الحرمین وا لشریفین دی له افغانستان سره یې ډیره دوستی وکړه او ډیرعزت یې زموږ وکړ. نورو له ټولو هیوادونو څخه له جرمنې څخه خاصتاً په اروپا کې ډیر تشکر کوو له افغانستان سره یې مرسته وکړه.
او دابه د افغانستان ملت په یاد ساتی له جنوبی کوریا څخه له ټولو څخه. له امریکا سره په رابطه کې، تاسې به نن هم داسوال کوی، چې امنیتی قرار داد موولې امضا نکړ؟ ما د امنیتی قرارداد په اړه په لویه جرګه کې وویل، چې زه د افغانستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې بولم که امریکا او پاکستان و غواړی په افغانستان کې سوله راځی ولې، چې جنګ زموږ نه دی، جنګ د افغانانو ترمنځ نه دی. جنګ نه دی د دې خاورې او د دې خاورې د خلکو ترمنځ. جنګ د پردو د اهدافودی او جنګ د پردو دی، چې په هغه کې افغانان په دواړو خواوو کې قربانی کیږی.
نو د دې جنګ د خلاصو لپاره زما هڅه شدید ترینه هڅه وه په تاریخ کې زموږ د روابطو د افغانستان هیڅ مشر هیڅ حکومت دومره سفرونه او دومره کوښښ، چې ماله پاکستان سره وکړه نه یې دی کړی.
شل ځلی پاکستان ته ولاړم نور مشران راسره ولاړل، استاد شهید را سره ولاړ د سولې هڅه مو ډیره ډیره ډیره وکړه خو نه کیدله او دلیل یې هم مالوم وه، یو داچې امریکا داسوله نه غوښتله او خپل اهداف یې درلودل دوهم پاکستان له افغانستان څخه دوه څیزونه غوښتل. یو یې د ډیورنډ د خط رسمیت غوښت، چې موږ ابدا ورته حاضر نه وو او دویم یې د افغانستان د خارجی سیاست کنټرول غوښته، چې هغه ته هم موږ ابداً حاضر نه وو.
نو دازموږ انسانان، چې قربانی شول او داخاوره مو، چې و دردیدله دا په حقیقت کې د افغانستان د استقلال طلبۍ قربانیان دی، د افغانستان د سیاسی خپلواکۍ قربانیان دی او د تاریخی ارزښتونو او دهغوی د ساتنې قربانیان دی. او هم مې په لویه جرګه پر امریکا غږ وکړ، چې که سوله شروع کوې او دسولې مذاکرات شروع کوې نو امنیتی قرار داد درکوم او که دانوی امنیتی قرارداد نشته. په حکومت کې دننه ډیر کسان زما د دې موقف مخالف وو. خو زه نن هم درته وایم بیا هم درته وایم، چې جنګ د افغانانو نه دی جنګ د پردو دی موږ پکې قربانیان یو او سولهتر هغه نه راځی، چې پاکستان او امریکا غوښتی نه وی کله، چې دوی و غوښتل بیا راځی، هر یو د خپل هدف لپاره. البته یو وضاحت باید ورکړم، چې په پاکستان کې د پاکستان ملکی واکمنان، ملکې اداره او حکومت یې که زرداری صیب وه او که نن میانوازشریف صیب دی دوی جوړه غواړی.دوی هم له هند سره سوله غواړی او هم یې له افغانستان سره غواړی. دوی پرې پوه دی، چې په دې سیمه کې څه تیریږی، خو نه یې پریږدی. نن چې څه حالات په پاکستان کې روان دی، چې په پاکستان کې د صدر اعظم دفتر مخې ته ډلې ناستې دی او نارې وهی، چې دا حکومت نه پریږدو او تقلب شوی دی او دا شوی دی. داټول پاکستان کې دننه د غرض لاسونه دی او بهرنی لاسونه دی. اګر چې دا زموږ کار نه دی خو دیوه ورور په توګه د پاکستان له خلکو سره د ورور ولۍ د تړون د حقیقت په نامه، چې موږ یې ورسره لرو پر هغومشرانو غږ کوم، چې خپله خاوره او خپل حکومت دې نه په عزابوی او آینده ته دې وګوری.
نواز شریف صاحب زما له دیده او زما د تجربې پر اساس د پاکستان لپاره بهترین صدراعظم دی او قدر یې باید و شی. او قدرت پیدا کړی انشا الله سوله کوی خو هلته نور زورونه او قوتونه ناست دې او دې کار ته یې نه پریږدی.
پاکستان او امریکې سره موږ دوستی غواړو بې له شکه یې غواړو، امریکې سره موږ ستراتیژیکه او عمیقه رابطه غواړو، بهترین رابطه را همراه شان میخواهیم. ولې امریکا با افغانستان راه صداقت و دوستی را در پیش بګیرد. افغانستان دوست خوب اینها میشود به شرطیکه حرف و عمل این ها یکی باشد، اینطور نشود که حرف شان یک چیز و عمل شان چیز دیگری باشد. یا به عبارت دیگر شعر پشتو است نمی دانم از الفت صاحب است یا کی است. وایی:
په ښکاره نارې وهم، چې یې مړ کړه
پټ په لاس کې ماچس اور لګومه
داسې مکوه، آینده حکومت ته هم زما توصیه ده، هوښیاران ورونه دی دواړه او په دا ۱۴ کلونو کې په حکومت کې هم راسره ملګری وه په ټولو قضایاوپوه دی، چې دې نقطې ته په ټینګه متوجه شی، چې له امریکا او غرب سره دې د احتیاط لاره را واخلی. دوستی ورسره کوو مطلق یې ورسره کوو، خو د افغانستان منافع دې هم وګوری، موږ دې یو ملت او یوه خاوره وګڼی بیا دوستی ورسره کوو.
سهم مساوی میخواهم همرای شان! پس صلح ما متاسفانه که کار ما تنها نیست. میدانم که در افغانستان ظلم بسیار شد، انسانهای مظلوم شهید شدند، هر روز شهید میشوند، باز هم تکرار میکنم که در جنگ بیگانه شهید میشوند، اگر جنگ بیگانه نمیبود شما دیدید مبارزات انتخاباتی کاندید صاحبان را از روزیکه ثبت نام شد و مبارزات انتخاباتی کاندید صاحبان شروع شد، هشت نفر کاندید صاحبان ما که بالاخره از طرف کمیسیون آنها قبول شدند رفتند به سرتاسر افغانستان، به هر گوشه کشور ما که دل شان خواست رفتن و به هزارها هزار شهروند این خاک، مردم این خاک پیش راه شان آمدند، استقبال شان کردند و به بیانات، اظهارات و پالیسیهای شان گوش دادند. مجالس بزرگی در سراسر افغانستان گرفته شد مجالسی که در آن هزارها هزار مردم شرکت کردند تا پنجاه، شصت هزار مردم در یک جا جمع شدند و شرکت کردند و مجالس کردند و این جلسات پنج، شش ماه ادامه پیدا کرد، صدای یک غولگ شنیده نشد، یک ترق تفنگ شنیده نشد، یک حادثه ناگهوار نشد در حالیکه بسیار آسان بود که در بین پنجاه هزار مردم، بیست هزار مردم، سی هزار مردم، چهل هزار مردم کسی داخل شود و یک فیری کند و یک خرابی کند ولی نشد.
اگر طالبها بودند که نکردند، آن وقت چرا نکردند، آیا طالبها انتخابات میخواستند در افغانستان که حادثاتی ایجاد نکردند و ناامنی ایجاد نکردند و اگر آنجا در جریان انتخابات ریاست جمهوری در جریان کمپاینهای ریاست جمهوری و در جریان مبارزات ریاست جمهوری و شورایهای ولایتی یک حادثه کوچکی رخ نداد و در روز انتخابات حادثاتی رخ نداد، بسیار معمولی رخ داد پس او کی بود که سر کمیسیون انتخابات حمله میکرد، او کی بود که در هوتل سرینا مظلومها و طفلکهای وطن ما را میکشت و آن کی بود که بعد از این که انتخابات تمام شد و شمارش آرا شروع شد در سراسر افغانستان نا امنی شروع شد، در هلمند حملات شروع شد،در کجا حملات شروع شد و ما گرفتیم آنها را اکثر شان خارجیها بود. رئیس صاحب امنیت ملی نشسته معلومات دارند در این مورد، مشاور امنیت ملی نشسته معلومات دارند، اکثر شان خارجی بود.
یک موج از حملات در افغانستان آمد و انسانهای بیگناه ما را از پولیس ما تا مردم ما شهید شدند، پس صلح ما و امن ما بدست خارجیها است. من میخواهم که منفعت آنها در افغانستان جای پیدا کند ما نمی خواهیم در مقابل منفعت خارجیها قرار بگیریم ولی منفعت خارجیها در تقابل با منفعت ما نی، در تضاد با منفعت ما نی و در زیر پا کردند منفعت ما نی، آرامش خاک ما، اتفاق و اتحاد مردم ما، صلح و زنده گی روزمره ما را صدمه نزنند و غرض نگیرند.
اگر نی، اگر دگه زور ما نمیرسد، زبان داریم، زبان تیز داریم، گزیده میرویم، نمی مانیم!
حرف های بسیار زیادی شد در همین روزهای آخر، تبصرههای بسیار زیاد مطبوعات غرب شد، تهدیدهای بسیار زیادی شد که افغانستان اینطور میشود و آنطور میشود و خراب میشود، برادرانم، عزیزانم در انتخابات ۲۰۰۴ ریاست جمهوری و در انتخابات ۲۰۰۹ ریاست جمهوری من و قانونی صاحب، محقق صاحب و جنرال صاحب دوستم کاندید بودیم، هر کدام ما در سراسر افغانستان رای گرفتیم، در انتخابات ۲۰۰۹ تمام کاندیدها در سراسر افغانستان رای گرفتند، در این انتخابات که ۲۰۱۴ است این رای سراسری به کاندیدها بهتر شد، در انتخابات ۲۰۰۹ من در سراسر افغانستان رأی گرفتم، دیگر کاندیدها هم کم و تم رای گرفتند در سراسر افغانستان، ولی در انتخابات ۲۰۱۴ کاندیدهای ما در سراسر افغانستان رای گرفتند و در روند دومش در سراسر افغانستان رای گرفتند.
داکتر صاحب عبدالله در قندهار در روند دوم انتخابات پنجاه هزار رای گرفت. داکتر صاحب اشرف غنی در تخار، در فاریاب، در بامیان بالاتر از پنجاه، شصت و هفتاد هزار رای گرفت. این به این معنی است که وحدت ملی در مملکت ما محکم است، مردم افغانستان به سمت، به قوم رای ندادند به کاندید دلخواه خود رای داند، هر کدامش را که دوست داشتند. داکتر صاحب عبدالله در ننگرهار یک صد هزار رای گرفت ودر کنر در پکتیا، در پنجشیر هم داکتر صاحب اشرف غنی رفت چند رای گرفت؟ چهار پنج هزار، هشت هزار رای گرفت! همینقدر بود، زیادتر بود.
پس در سراسر افغانستان کاندیدهای ما رأی گرفتند، تیمهای شان مخلوط بود از تمام مردم افغانستان، حاجی گل آغا رفت طرفداری داکتر صاحب عبدالله را کرد، ملا شیر محمد آخند رفت طرفداری داکتر صاحب عبدالله را کرد، یاسینی، معین صاحب ولسی جرگه طرفداری داکتر صاحب عبدالله را کرد، احمد ضیا مسعود رفت داکتر صاحب اشرف غنی را پشتیبانی کرد، سید منصور آغا، اشرف غنی را پشتیبانی کرد، معاون صاحبان را نام نمیگیرم. ولی هیچ کسی در این انتخابات به نام سمت و یا قوم ایستاد نشد، بسیار متوجه باشید این حقیقت را، انتخابات تان سراسر ملی بود، از فامیل من تقسیم شد، یک برادرم رفت طرف داکتر صاحب عبدالله، دگر برادرم رفت طرف داکتر صاحب اشرف غنی، یک بچه کاکایم رفت طرف داکتر صاحب اشرف غنی، دیگر بچه کاکایم رفت طرف داکتر صاحب عبدالله، خانه به خانه مردم افغانستان به ذوق و شوق خود متحد یک کاندید شدند، این کلان افتخار است برای ما، کلان کامیابی ملی است برای افغانستان و به جهان نشان دادیم که هیچ تبلیغات شان ما را متفرق کرده نمی تواند. هیچ تبلیغات شان!
مطمین باشید که مملکت تان روز به روز بهتر شده میرود، این چیزهایکه شما از مطبوعات میشنیدید از سخنگویهای هر دو برادر ما که حالا یک اش رییس جمهور است و دیگرش رییس اجراییه است، این جنگهای زرگری بود، پیش ما که میامدند، مینشستند، خنده! مزاق! کلچه و چای خوردند! شاهد هستیم، من برای شان میگفتم که برادران بگویید که اگر کدام مشکلی دارید، طرف یکدیگر خود میدیدند میکردند باز ما را میگفتند که هیچ مشکل نداریم، همینطور است معاون صاحبها؟
چند دفعه ما برایشان گفتیم که مشکل دارید، بیایید که بشینیم، گفتند که نی ما کار خود را میکنیم، پس بیغم زندگی تان را بکنید، بیغم کار و زندگی تانرا بکنید، خواری تان را بکنید، کسی که بین ما مامور است، ماموریت خود را بکند، کسی که بین ما تجار است، تجارت خود را بکند، دهقان ما زمینهای خود را جور کند، برای ملت نان بیاورد و بچهها و اولادهای ما درس خود را خوانده بروند.
هیچ چیزی در این خاک جز اتفاق و حرکت بطرف آینده نیست. فقط اتفاق است و اتحاد است و حرکت به طرف آینده، آینده سرفراز و با عزت!
ببینید که در جهان چی میگذرد، جنگها و جنجالها را میبینید؟ از لیبیا تا پاکستان را ببینید که چی حال است، ولی افغانستان از ماجراهای بزرگ به سلامت بیرون میآید. همگی به اتحاد و اتفاق با هم میشینیم، سیزده سال را پیش آوردیم، پیش آوردیم، انتخابات شد، حکومت انشاالله و تعالی روز دوشنبه در همین تالار به رییس جمهور و رییس اجرائیه اش تسلیم میشود، در یک مراسم بسیار زیبا، بسیار مقبول و بسیار خوب.
من فیصله ام بود، از روز اول که انتخابات تمام شد، برادرها را خواستم گفتم که بهترین مراسم تحلیف میگیریم، هزارها بزرگوار و معزز افغانستان را، خواهر و برادر ما تشریف بیارند و مهمانهای خارجی را هم به این خاک خود میخواهیم.
پس ما بین خود جور هستیم و هوشیار هستیم، امیدوار هستیم که این هوشیاری ملی ما، این هوشیاری مردمی ما، هوشیاری مردم ما بطور کامل و بطور بسیار خوب و قویتر در نخبگان کشور ما هم جلوه داشته باشد، معلوم باشد، و آشکار باشد و بهتر و قویتر باشد.
ورونو! عزیزانو! زه او زما دوه محترم معاون صاحبان به آینده دوشنبه ریاست جمهوری ته تحلیف ور کوو نوی رییس جمهور ته او نوی رییس اجراییه به را ځی او مونږ به هلته له تاسو څخه خدای په آمانی کوو، رخصت به در څخه اخلو خو په دې خاوره کې به در سره یو په همدې کابل کې به در سره یو زه دلته نېږدې یو ځای کور لرم، معاون صاحبان به نېږدې اوسېږی، اولادونه به مو دلته ستاسو له اولادونو سره یو ځای درس وایی، ژوند به مو همدلته وی او د خوشحالۍ او د عزت او د ابرو ژوند به کوو. نوی حکومت، چې راځی نوی رییس جمهور سره، نوی رییس اجراییه سره به تاسو په مطلق وفادارۍ او خدمت کار کوﺉ.
هر سړی په ټوله دنیا کې ترجیحات لری، شخصی ترجیحات لری، سیاسی ترجیحات لری، حزبی ترجیحات لری خو په حکومت کې دا ترجیحات ټول په کور کې پاتې کېږی. کله چې دفتر ته راغلۍ د دولت لپاره مو کار وکړ نو د وخت د رییس جمهور لپاره او د وخت د حکومت لپاره خدمتګزاران یاست، چون هغوی د افغانستان د خلکو په نماینده ګۍ درته راځی او کار کوی او تاسې د افغانستان د خلکو خدمت کوﺉ نو خپل خدمت ته به ادامه ورکوﺉ او په کلکه به ادامه ور کوﺉ او انشا الله تعالی مونږ او تاسو به ټول په دې خاوره کې لا په عزت او ابرو ژوند کوو، دلته یو ځل بیا د خپلو معاون صاحبانو څخه، د ټولې کابینې څخه، د ادارې څخه، د ټولو مخورو څخه د افغانستان د دولت او حکومت ډېره ډېره مننه کوم.
کامیاب باشید، آباد باشید و سرفراز باشید، بسیار تشکر، به امان خدا!
لینک مطلب: https://www.ansarpress.com/farsi/2552