انصار (یکشنبه، د میزان ۲ مه)، له تېرې سه شنبې ورځې راهیسې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه روانه ده او په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو مشرانو د افغانستان په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شوي، خو لاهم د طالبانو سرپرست حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم نه ده ورسپارل شوې.
خو پوښتنه دا چې تر کله به د نړۍ او افغانستان تر منځ همداسې پیکه اړیکې دوام کوي او ولې دا څوکۍ د افغانستان سرپرست حکومت ته نه سپارل کېږي؟
دې پوښتنې ته په ځواب کې د طالبانو حکومت مسوولین وایي، ملګري ملتونه په ډېریو مسایلو کې له افغانستان سره ظالمانه چلند کوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یاد سازمان کې د افغانستان څوکۍ یو فرد ته ورکول ظالمانه بولي او زیاتوي، له افغان ولس پرته هېڅ فرد حق نهلري چې دغه څوکۍ اشغال کړي.
نوموړي کلید ته ویلی:« د افغانستان خلک اوس یو نظام یا حکومت لري. باید له اوسني نظام سره تعامل شوی وای او دغه څوکۍ ورته سپارل شوې وای. دا ظلم دی چې دوی روان کړی. دوی شل کاله زموږ هېواد په نظامي لارو تر فشار لاندې نیولی وو او اوس یې له سیاسي اړخه نیولی دی. ملګري ملتونه د لویو قوتونو په لاس کې دي او هغوی یې لوبوي.»
د چارو شنونکي بیا وایي، تر هغه چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او امریکا د غوښتنو منلو په اړه نرمښت ونه ښودل شي، داسې نه برېښي چې دا څوکۍ دې د طالبانو حکومت ته وسپارل شي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27195