google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په نیپال کې د سلو نورو قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول
انصارپرس: ( د سنبلی9مه)، په نیپال کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو له 100 څخه زیات نور مړي د پېښې له ځای څخه شاوخوا 200 کیلومتره لیرې پرځنګلونو پوښل شوې سیمه کې په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول. تردې یوه ورځ مخکې هم د نورو 96 کسانو مړي په همدې ځای کې خاورو ته سپارل شوي وو.
د رویترز خبري آژانس په ګډون یوشمیررسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په نیپال او د چین په سرحدي سیمو کې د دغې پېښې د قربانیانو شمېر شاوخوا 750 کسانو ته رسېدلی او لا هم له 3000 څخه ډېر کسان ورک دي. د وږي په څلورمه د نیپال او چین په سرحدي سیمو کې ناڅاپي سېلابونو کورونو، سړکونو، پلونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه واړول. په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





