google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ازبکستان: له افغانستان سره به «قاطع او رغنده» سیاست ته دوام ورکړو
انصارپرس: ( د سنبلی 8مه)، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره «رغنده او قاطع» سیاست ته دوام ورکړي او افغانستان یې یو نژدې ګاونډی وباله.
میرضیایف پرون (شنبې) د ازبکستان د خپلواکۍ د 35مې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل چې د هېواد بهرنۍ تګلاره یې پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیکو همکاریو او متوازنو اړیکو ولاړه ده، خو له افغانستان سره د راتلونکې تګلارې په اړه یې د کوم نوي اقدام جزییات څرګند نه کړل. ازبکستان له 2021 کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له دې ډلې سره اړیکې ساتلې دي. که څه هم تاشکند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو هڅه کوي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سیمهییز اتصال او سوداګریزو پروژو برخه وګرځوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





