google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان له ګډون پرته په قرغزستان کې د شانګهای سازمان سرمشریزه
انصارپرس: ( د سنبلی 8مه)، ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) سرمشریزه سبا (دوشنبه) د قرغزستان په پلازمېنه بیشکیک کې جوړه شي. د سازمان د لسو غړو هېوادونو مشران به د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو او د سیمې او نړۍ پر مهمو تحولاتو خبرې وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې غونډې د ګډون لپاره قرغزستان ته ځي. روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان غړي دي. افغانستان د شانګهای سازمان څارونکي غړی دی خو له 2021 کال راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د دې سازمان په غونډو کې مستقیم استازی نه لري. افغانستان په داسي حال کې د بیشکیک په غونډه کې له ګډونه بې برخې شوی چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت، له پولو هاخوا وسلهوال فعالیتونه، سوداګري او سیمهییز اتصال د شانګهای سازمان د غړو لپاره مهم موضوعات دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





